
د عبدالباري جهانی نوی شعر
عبدالباري جهاني
شپې په لار کې سپينوم رويبار به راسي
يوه ورځ به ګوندې ژغ د مسيحا سي
هره شپه يې د راتللو زېری اورم
هره ورځ مې هوسونه نيمه خوا سي
خپل جنون مې په قولونو غولومه
وايم نن به مې قسمت بېرته پخلاسي
د ماشوم په څېر هندارې ته خندېژم
وايم اوس به مې همزولي خوا په خوا سي
دا یوه لمبه دنيا ته وه راغلې
چې نصيب په کوه طور کې د موسی سي
لکه ورځې په خپل عمر کې بهيژم
سمندر ته مې دی مخ ژوند ته مې شاه سي
د يادونو پر ګريوان مې اوشکې اوري
چې راياده د بيلتون د شپې ژړا سي
هغه ورځ دې د وفا سترګې ورواوړي
ستا په مينه چې پر دار باندې رسوا سي
جهاني يم که رخصت سوم بيا به نه يم
خدای خبر که بيا به بل دلته پيدا سي