افغانستانسولې اړوند خبرونه

له افغانستانه امریکا ته تللي پوځيان قرنطین شوي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۸ل): له افغانستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي امریکایي پوځيان د کرونا ناروغۍ له ویرې قرنطین کېږي.

د اسوشيټيډ پریس خبري اژانس د راپور په حواله، د شنبې په ورځ له افغانستانه امریکا ته د ورګرځېدلو درې سوه امریکایي عسکرو لپاره د قرنطین دوره په نظر کې نیول شوې او تمه ده د څوارلس ورځو لپاره د ناروغۍ له خطر څخه د راوتلو لپاره قرنطین شي.

راپور کې وړاندې راغلي، چې پوځيان به په بارکونو، بېسونو او یا هم کورونو کې قرنطین شي.

د امریکایي پوځ یوه قوماندان ویلي، د پوځیانو قرنطین کول د ناروغۍ د مخنیوي او خپرېدو په وړاندې یوه احتیاطي وسیله ده او ټول هغه پوځيان چې په کرونا ویروس له ککړو سیمو راګرځي او د خطر احتمال یې لوړ وي، باید قرنطین شي.

یاده دې وي، د طالبانو او امریکا تر منځ له شوي توافق سره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو انخلاء پیل شوه او څو ورځې وړاندې لومړۍ جوپه عسکر چې شمېر یې سلګونو ته رسېده، له افغانستان څخه ووتل.

دکرونا ناروغي چې په نړیواله وباء بدله شوې، د امریکا په ګډون نږدې د نړۍ په ۱۱۵ ملکونو کې خپره شوې او په متحده ایالاتو کې یې تر اوولس سوه زیات کسان وژلي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بېړنی حالت اعلان کړی، له ملت یې د دعاء غوښتننه کړې او له کانګرس یې پنځوس میلیارده ډالر بودیجه غوښتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x