افغانستانسولې اړوند خبرونه

افغان سیاسیونو د مصالحې شورا په جوړولو موافقه کړې

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۸ل): یو شمېر افغان سیاسیون، چې تېره ورځ د سولې د عالي شورا مشر «کریم خلیلي» په کور کې راټول شوي وو، د سولې په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په موخه د مصالحې شورا په جوړولو موافقه کړې.

دغه ناسته چې د کریم خلیلي په کور کې جوړه شوې وه، د سپېدار د ولسمشر «عبدالله عبدالله» او پخواني ولسمشر «حامد کرزي» سربېره، محمد محقق، ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني، حاجي دین محمد، انورالحق احدي او نورو پکې ګډون کړی وو.

د حزب اسلامي د مشر «ګلبدین حکمتیار» د تېر ټاکنیز ټکټ دویم مرستیال «فضل الهادي وزین» طلوع نیوز ته ویلي، چې د کریم خلیلي په کور کې د جوړې شوې ناستې په مهال د روغې جوړې شورا په تشکیل خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې د سولې د خبرو د وړاندې تګ او بین الافغاني مذاکراتو د پیل په موخه باید د مصالحې شورا جوړه شي.

د وزین په خبره، د مصالحې د شورا تشکیل یوازېنۍ لاره ده، چې د سولې په وړاندې پراته خنډونه ورباندې لرې کېدای شي.

یو بل پخوانۍ جهادي څېره «تورن اسماعیل خان» وايي، هغه کسان چې حکومت د بین الافغاني مذاکراتو د ټیم لپاره حکومت ټاکلي وو، د سیاسيونو موافقه ورباندې ونشوه؛ نو ځکه هغوی وغوښتل له حکومت سره په مشوره خپل لست جوړ کړي.»

نوموړي زیاته کړې، تر هغه دمه چې د حکومت اختلافات حل شوي نه وي، نه یوازې دا چې مذاکراتي ټیم نه تشکیلېږي، بلکې په راتلونکې کې د طالبانو لپاره چانس نور هم زیاتېږي، څو له یوه برلاسي مؤقف څخه د مذاکراتو مېز ته راوړاندې شي.

یاده دې وي، چې ارګ که څه هم دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تېره ورځ د ارګ د نیم ولسمشر «اشرف غني» د ویاند مرستیال «لطیف محمود» ویلي وو، چې د مذاکراتي ټيم تشکیل بشپړ شوی او هر هغه وخت چې طالبان خبرو ته را وړاندې شي، د مذاکره کوونکو کسانو نومونه به خپاره شي.

تمه وه، د طالبانو او امریکا تر منځ له توافق وروسته د مارچ په لسمه نېټه د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي او شپږ زره تنه زندانیان د ټولو لورو تر منځ د باور د فضاء جوړولو په موخه ازاد شي؛ خو په کابل کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ ټاکنیزې ناندرۍ او د بندیانو له خلاصون سره د اشرف غني مخالفت هغه څه وو، چې بین الافغاني مذاکرات یې یوې نامعلومې مودې ته یووړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

آفرين دغه پراسلام، هيواد او خلکو مين کسان دي چي پخوا يې هم هيواد او خلک له ډول ډول خطراتو ژغورلي وه او اوس هم لګيادي د سولي لپاره کار کوي او هيڅ د ځاني ګټو په فکر کي نه دي؟! ګورئ دوی تل د خلکو په منځ کي اوسي ، نه له خلکو څخه وېريږي او نه يې د خلکو له وېري پر خپلو کورونو باندي سمېټي دېوالونه را ګرځولي دي؟! د سولي اصلي فعالان دغه دي. دوی به ډېر ژر داسي سوله درته راولي چي په سترګو مو نه وي ليدلې؟! خلک چي دغسي مشران لري. بس د… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

سګ برادر شغال هست د حکومت دننه هم شغالان او له اوسنی حکومته بهر هم شغالان او غلامان شتون لری لوی غلام شغال کرزی ( خرزی ) صاحب او ورپسی ایجړا عبدالله ، ربانی ( ډیرانی ) سیاف ( ایساف ) محقق ( تق او توق ) خلیلی ( خریړی )، کلب الدیناو داسی نور . طالب مجاهدین که د دوی سره په ګډه کوم ایتلافی حکومت جوړوی د عین برخه لیک سره به مخ کیږی چه کله همدغه خبیثان د روسانو له ماتی وروسته کابل ته ننوتل سربیره پردی چه کابل یی په کندواله واړولو او ښپیته زره خلک… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x