روغتیانړۍ

کرونا ويروس؛ د ټرمپ ازموينه منفي وخته

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۸ل): امريکايي رسنۍ وایي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کرونا ويروس ازموينه منفي ختلې ده.

ډونلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې په واشنګټن کې د برازيل سفارت د شارزدافير له ډونلډ ټرمپ سره ليدلي و او وروسته روښانه شوه، چې نوموړی ډيپلوماټ په کرونا اخته و.

له دې پېښې وروسته د سپينې ماڼۍ روغتيايي ټيم له ټرمپ څخه غوښتنه کوله، چې د کرونا ازموينه وکړي، خو هغه انکار کاو او له ډېر ټينګار وروسته يې ازموينې ته چمتووالی وښود او پایله يې منفي ختلې ده.

ولسمشر ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د خپلې اونيزې خبرغونډې پر مهال وويل، تر دې وروسته به ده او مرستيال ولسمشر مايک پنس ته د هر نږدې کېدونکي شخص د حرارت درجه معلومیږي او تر هغه وروسته به دوی سره لیده کاته کوي.

د يادونې وړ ده، چې ټرمپ په ټوله امريکا کې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله بېړنی حالت اعلان کړی او ټولې ښوونيزې ادارې يې تړلي دي.

د روغتيا نړیوال سازمان ويلي، کرونا نړيواله وبا ده، تر اوسه پرې له سل زرو زيات کسان اخته شوي او له دې ناروغۍ د مړو شوو کسانو شمېر تر پنځو زرو اوښتی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نظم نوین جهانی د خپلو استعماری ګټو یا استثمارولو د پاره هر شل یا دیرش کاله وروسته د ۹/۱۱ په شان نړیوالی اوباګانی او نړیوالی خونړی پیشی جوړوی، او خپروی. زمونږ یو ملګری راته کمپیوتر کی وشودله چه د کرونا وایروس شل پنځه ویشت کاله دمخه د امریکایی استعمارګرو په واسطه کشف او بیا خوندی وساتل شو چه د شرایطو له مخی یی د مظلوم بشریت د نسلونو د کمولو د پاره وکاروی ولی؟ ۱- د دوی د استعماری او خونړی پیښو څخه د مظلوم بشریت او نړیوالو پام اړول. ۲- د نړیوال نفوس کمول یا کنترول دوی اتکل کولو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x