افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

طالبان: زموږ د بنديانو نه خلاصون د سولې تړون خلاف عمل دی

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۸ل): طالبانو د ارګ د نيم ولسمشر اشرف غني له لوري د طالب بنديانو د نه خوشې کولو په تړاو په خپل غبرګون کې ويلي، چې دا کړنه د سولې تړون خلاف عمل دی.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، د بنديانو نه خوشې کول د سولې تړون خلاف عمل او د سولې بهير د ځنډولو په معنا دي.

ښاغلي شاهين ټينګار کړی، چې له امريکا سره د لاسليک شوې هوکړې له مخې بايد د طالبانو پنځه زره بنديان خوشې شي، تر څو بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره یکشنبه د نيم ارګ ولسمشر اشرف غني ويلي و، چې د ښه نيت له مخې به يونيم زر طالب بنديان خوشې کړي، خو تېره ورځ د ملي امنيت شورا وياند جاويد فیصل وويل، حکومت د پنځلس سوو طالب بنديانو د خوشې کولو بهير له دې امله ځنډولی، چې د دوی پر دوسيو د بیا کتلو اړتيا وه.

طالبانو تر دې وړاندې هم ويلي و، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې بايد د باور جوړونې لپاره پنځه زره طالب بنديان په يوه وار خوشې شي.

د چارو کارپوهان وايي، امريکا له طالبانو سره د پنځو زرو طالب بنديانو د خوشې کولو ژمنه کړې او که د بنديانو د خلاصون ځنډولو له امله بین الافغاني خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کيږي، نو پړه به يې د امريکا پر غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نظم نوین جهانی( چه راست کی یی امریکا قرار لری ) په انسانی مثبتو معیارو باور نه لری هغوی یی به مقابل اړخ کی قرار لری د هغوی تقوی دروغ، غلا او درغلنه ده.
اووړ او پړ ورته اهمیت نه لری څه چه ورته اهم دی هغه خپلو استعماری موخو یا استثمارولو او غلامولو ته د دوی دسترسی ده او بس

اجمل

بیانزی ته:
تاسو خو ورسره ایتلاف وکړ نو بیا ولی ارتی پرتی وایی؟ احتیاط کوه چی یو وار به دا توافقنامه درته په##

اجمل

څه خلاف عمل دی، تړون تاسو له کافرو سره کړی یا له افغانانو سره؟ بیانو له کافرونو خپل بندیان غواړی کنه.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x