افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

زلمي خلیلزاد له اشرف غني سره ليدلي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن له غرمې مخکې د ارګ له نيم ولسمشر اشرف غني سره ليدلي دي.

د ارګ وياند صديق صديقي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، زلمي خلیلزاد او اشرف غني د سولې په وروستيو پرمختګونو، د جګړې شدت کمولو او راتلونکو ګامونو په اړه خبرې کړي دي.

د اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب او د سولې په چارو کې د دولت وزير سلام رحيمي هم په دې ناسته کې ګډون درلود.

تر اوسه د دې خبرو جزئيات رسنيو ته نه دي راوتلي.

زلمي خلیلزاد په داسې حال کې له اشرف غني سره ليدلي، چې نوموړي د حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ د جوړجاړي لپاره هلې ځلې پيل کړي او په عين حال کې د بنديانو خلاصون او بین الافغاني خبرې هم يوه اړينه موضوع ده.

زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې هم ويلي و، امريکا هڅه کوي، چې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت په جوړولو منځګړيتوب وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې واشنګټن له هغه حکومت څخه ملاتړ کوي، چې عبدالله يې هم برخه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

بندیان نه ازادول هو د امریکا او ع او غ متقلبی ټاکنی او دجال ته د دوه تحلیفونه هم د لوی دجال ( نظم نوین جهانی ) په خوښه او دستور ترسره کیږی، د سطرنج د لوبی په شان خپلو اصلی موخو ته ځان رسوی مګر د هیوادوالو او نړیوالو د اذهانو دمغشوشولو د پاره هغه څه چه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x