افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالبانو ټولو زندانیانو خوشي کولو ته اماده یو / ویډیو

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر سلام رحیمي په یوې تازه مرکه کې ویلي چې حکومت نه یوازي د طالبانو پنځه زره بندیان بلکې ټولو خوشي کولو ته اماده دي، خو تر ټولو مخکې باید یوه بین الافغاني پروسه پيل شي.

نوموړي چې د بي بي سي سره یې مرکه کړې، ویلي، افغان حکومت د طالب بندیانو خوشي کول نه دي ځنډولي، خو طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو ژمنه عملي کړي.

د رحیمي په وینا که طالبان د جګړې شدت نه کموي نو زیاتوي دې هم نه، او هغه څه دي عملي کړي چې د امریکایانو سره یې باندي توافق کړی دی.

د نوموړي په وینا افغان حکومت په عملي ګامونو لاس پوري کړی دی او اماده دی چې د سولې په خاطر تر سرو کرښو تیر شي.

باید وویل شي چې دطالبانو او امریکایانو تر منځ د توافقنامې پر اساس تر لسم مارچ باید د طالبانو د لست سره سم ۵۰۰۰ تنه بندیان او د حکومت اړوند زر تنه بندیان خوشي شوی وای او پر لسم د مارچ باید بین الافغاني مذاکرات رسما پيل شوي وای، خو په افغانستان کې د سیاسي اختلافونو سربېره د نورو نا معلومو وجوهاتو پر اساس د بندیانو د خوشي کولو لړۍ ځنډېدلې ده.

طالبان وایی تر هغو به بین الافغاني مذاکرات پيل نه کړي تر څو د توافقنامې سره سم ددوی ۵۰۰۰ تنه بندیان خوشي شوي نه وي.

سلام رحیمي د طالبانو سره د مذاکراتو د پلاوي په اړه هم خبر ورکړی او ویلي يې دي چې پنځلس کسیز مذاکراتي پلاوی یې د ټولو سیاسي مشرانو په سلا مشوره ټاکلی او تر مذاکراتو مخکې به مشورتي شورا د مذاکراتو پر اجنډا کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سری او شنی کرښی د چا له خوا راکښل کیږی ؟
په اړه به یی انشالله یوه مفصله لیکنه ولیکو.

اجمل

د طالبانو څه چل دی پدی کی، څه کیږی چی اول مقدماتی خبری پیل شی او بیا په تدریج سره بندیان خوشی شی. هر څوک چی وی لکه حکومت غوندی به کار کوی. څنګه کیداشی چی په وار ۵۰۰۰ کسان ایله شی په کوم تضمین سره؟ طالبانو چی څه کافرو سره معامله کړی ده د افغانستان له خلکو سره یی نشی کولای. اوس ټول ولس په سیاست پوهیږی. طالبان دی نباید د پنجاب په اصولو روان وی هر څه چی ورته آی اس آی وایی هغسی دی کوی. دوی باید لږ خپل سر ګریوان ته ټیټ کړی چی ملت سره… نور لوستل »

احمدشاه

اجمل ته
ته خو شکر دي صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لا يَرْجِعُونَ شوي يي
ځکه چي ته تر وڅه لا نه يي پوي شوي چه طالبان دي د افغانستان خلګ او د افغانستان خلګ نغواړي چه د غلامانو سره خبي وکړي

اجمل

احمد شاه ته:
عوض د دی چی ووایی الله د هدایت کړه وایی: شکر دی صُم بکم … شوی یی. یو انسان چی داسی شوی وی بل انسان که مسلمان وی نباید پری شکر وباسی. ناخبره خو ته یی چی د وطن د خرڅلا توافقنامه له کافرو سره امضا شوه ته بیا ما ته صم بکم … وایی. لعنت د پر غنی او ایتلافی طالبانو شی ماته دواړه د خارجیانو جاسوسان دی تا سره.ض

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x