افغانستان

طالبان: په زندانونو کې دې له کرونا څخه د بندیانو ساتلو ته پاملرنه وشي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، کرونا ناروغي په نړیواله وباء بدله شوې او په زندانونو کې په ډېره اسانۍ خپرېدای شي؛ نو ځکه بندیانو ته ښايي وقایوي تدابیر خپل کړي.

د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ادارې تر واک لاندې محبسونو کې د حفظ  الصحه او پاکي اسانتیاوې په نشت حساب دي؛ نو ځکه د وایروس د خپرېدو ویره او شونتیا پکې زیاته ده.

خبرپاڼه کې وړاندې طالبانو لومړۍ په زندانیانو غږکړی؛ چې وقایوي تدابیر ونیسي او له دې مهلکې ناروغۍ ځان وساتي او ورپسې له ټولو نړیوالو سازمانونو هیله شوې «د افغانستان محابسو ته جدي او ځانګړې پاملرنه وکړي، په دې ارتباط اړونده ادارو ته لازمي سپارښتنې او مرستې ورسوي.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي «د یادونې وړ ده چې د کابل ادارې تر واک لاندي زندانونو کې شاوخوا څلويښت زره بندیان ساتل کیږي  چې عادي ساري ناروغۍ هم په کښي په اسانۍ سره خپریږي، الله مه کړه، که د کورونا ناروغي ور ورسیده، يو لوۍ ناورین به را مينځته شي، چې په هغه صورت کې به يې مسئولیت د کابل ادارې او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته ور له غاړې وي.»

یاده دې وي، چې کرونا ناروغي د افغانستان په ګډون د  نړۍ په سلګونو هیوادونو کې خپره شوې، زرګونه کسان یې وژلي او سلګونه زره نور ورباندې ککړ دي.

په افغانستان کې تر دې دمه ددې ناروغۍ پنځلس مثبتې پېښې ثبت شوې؛ خو لا هم د کوم کس د مړینې خبر نه دی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

هغوی چی د کرونا ضد تعویض پر غاړه ځړولی، هغوی باندی لکه هم کرونا تاثیر کوی؟

غمی.پښتین

جوړ تازه.
اکثر ملکونو بندیان په موقتی توګه کورونه ته لیږلی دی.البته د کرونا مرض ورکیدلو څخه ورسته به بیرته بندی خانی ته ورځی،
افغانستان دولت او طالیبان باید بندیانو مقابل کی مسولانه عمل وکړی،
څلویښت کاله افغان ولس تروریزم وځاپه،دولت او طالیبان باید کرونا ته موقع ورنه کړی چه بندیان او ازاد ولس وځاپی

افغان

غلی کینی له الله ج څخه نه ویریدلی چی بی ګناه خلک به مو شهیدان کول ،اوس له کرونا ویریږی ؟ الله ج به حساب او کتاب د طالبی کرونایانو سره حتما کوی ځکه چی تاسو ته عام ولس ډیری ژړاګانی وکړی خو تاسو ځانونه غلی کړل .اوس الله ج د مظلومانو غږ واوریدو يو يو به اوس د کرونا پواسطه له منځه ځی انشاالله .. يا الله ج ته پری ټول هیبتیان په کرونا اخته کړی امین ..

احمدشاه

ناافغان ته
ته خوبه د دوستم سره کمي نيږدي نامشروح اړيکي نلري؟
ځکه چه هغه هم امريکايانوته دشهيد خطاب کاوه
او بله خبره دا چه زمونږ په کلي کي کله چه دوي زړي کندي يو بل ته ښيراوي کولي نو يوه به يي بلي ته ويلي چه له خُلي دڅه او په ګريوان دي ننوڅه

جمبل

هغه څوک چی د الله تعالی د کلیمی د لوړوالی او د هیواد د آزادی په لاری کی بندی سویوی د هغه باید قدر وسی .
الله تعالی دی مونږ ټولو ته هدایت وکړی .

اجمل

عجیب خلک یاستی! کلی او بانډو کی د کرونا ضد مسؤلینو ته اجازه نه ورکوی چی خلکو ته ماسکونه او ضروری وسایل وویشی، بیا خپلو زندانیانو ته د پالرنی خواست کوی.

مجاهد

مونږ تر هغوی چه ژوندی یو په الهی ازموینه کی یو، طالب مجاهدین د حق او غلامه اداره د باطل سره ملګری او د حق مقابل کی قرار لری. په دغو رسنیو ، تلویزونو، سایتونو او پاڼو کی چه څوک لیکنی او تبصری لیکی هغوی هم دالهی ازموینی پارچی ته ناست دی ملایکی یی په اوږو ناستی ، له هغه یی هم خبری دی چه نیت او خیال کی یی ګرځی . هر څوک به تیر باسی مګر ځان ( وجدان که یی څوک لری ) او الله ج نه شی خطا ایستلی ، وجدان یوه انصافی محکمه ده چه… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x