لیکنېنظــر

تر اوسه د اشغال د خاتمې تړون ملت ته څه ورکړل؟

عبدالحنان همت

تاسو خبر یاست چې له امریکایانو سره تر تړون مخکې د هیواد یوه لوېشت  ځمکه هم په امن کې نه وه،  هرکلی او هره سیمه بمباردېدله،  تر دې چې د هیواد په زیاتو سیمو کې خلګو شپې یا په غرونو بیابانونو کې تېرولې یا په کاریزونو کې،  د ولس هر ډول ټولېدنه له خطر سره مخامخ وه،  نه واده په امن و نه هم هدیره،  نه مسجد په امن و او نه هم مکتب او کلینک.

د مجاهدینو تر واک لاندې سیمو کې خلکو غونډې او جلسه په آرام زړه نسوای جوړولی،  مخابراتي وسائل یې سم نسوای استعمالولی،  ازاد نسو ګرځیدلی،  تګ راتګ یې له هره خطر سره مخامخ وه،

خو پوهیږئ له تړونه ورسته حالات څنګه دي؟

اوس له تړونه وروسته په ټول هیواد کې یو بم او یوه چاپه هم پر عاموخلګو او دجګړې له میدانه وروسته پر مجاهدینو نه ده وهل سوې،  او نه به له دې وروسته ووهل سي.

اوس ټول هیوادوال په ارام زړه خوبونه او خپل ورځني وظائف سرته رسولی سي.

له دې وروسته به خلک او طالبان په ارام زړه بې له کوم ډار او خطره خپل کارونه، دبیا ابادولو،  ټولنیز، فرهنګي،  او علمي پروګرامونه په ګډه سر ته رسوي.

تر اوسه مجاهدینو خپل د ارام ځای نسو ابادولی،  په پراګنده ډول به په ولس کې تیت او پرک وو.

په تړون کې تر بین الافغاني مذاکراتو مخ ته د شپږ زره زندانیانو دخلاصون پرېکړه سوې وه چې دا هم تر بحثونو لاندې ده او امید دی خلاص سي،  ځکه امریکا یې ذمه واري اخستي او موږ باوري یو چې امریکایې جهت په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، ځکه امریکا هم طالبانو او هم نړیوالې ټولنې ته ژمنه ده چې پنځه زره طالب زندانیان به تر بین الافغاني مذاکراتو مخ کې خوشي کوي.

له امریکایې جهت سره د دېرشو هیوادونو او نړیوالو بنسټونو په مخ کې دطالبانو یو مهم تړون لاسلیک کیدل د دې خبرې ضمانت کوي چې طالب نور د دوی په وړاندې تروریست نه بلکې یو نړیوال سیال دی،  په دومره لوړه کچه مراسم د دې شاهدې ورکوي چې طالب نړیواله اجماع په خپله ګټه او د ا. ا. ا د په رسمیت پیژندلو لپاره استعمال کړه.

دا راز د ملګرو ملتونو د امنیت شوری له خوا د دغه تړون په رسمیت پیژندل او تائیدول هم د دې غمازي کوي چې طالب نور په امنیت شوری کې  د تروریست له مقام د سیال ډیپلومات مقام ته لوړ سو چې په راتلونکې نظام کې به ډیري ستونزي ونه لري.

او بالاخره یاد تړون حکم کوي چې ۱۴ میاشتې وروسته به زموږ له مقدسې خاورې څخه د اشغالګرو کمبله په کلي ډول سره ټوله سي.  ان شاءلله
اوس لوړو ګټو ته په کتلو سره موږ ویلی سو چې یاده توافق نامه،  د هغې متن او  تړون ټول سراسر د طالب او افغان ولس په ګټه دی او دا به ان شاءلله د هیواد د سراسري فتحې پیلامه. هم سي.

وماذالک علی الله بعزیز

عبد الحنان همت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x