ټولنیزه برخه

نویو فضلاوو ته د عملي ميدان څو زرينې لارښوونې!!

عبدالواحد حقاني

ګرانو فاضلانو!

بختور ياست چې ديني پوهه او د پيغمبرانو عليهم السلام د وراثت منصب در په برخه شو، په داسې يو عصر کې چې د هر ډول فتنو طوفانونو او د نافرمانيو او ګناهونو تیارو د ځمکې پر سر څادرونه غوړولي، د حق او باطل تشخیص، د نيک او بد تمیز یې حتی هوښيارو خلکو ته هم مشکل کړی؛ تاسو ته مهربانه اللّه جل جلاله د علم ډيوه په لاس در کړه.

ګرانو فاضلانو!

تاسو څو کاله پرلپسې ډير زیات تکلیفونه وګالل، ګرمۍ او يخنۍ مو تېرې کړې، سفرونه، منتونه، بي خوبۍ او له اقتصادي ستونزو سره مخ شوئ، د ژوند مهمه برخه او د شباب مرحله مو په احتیاج او کړاوونو کې تېره کړه، خپل ارزښتناکه وخت، خپل خواهشات او خپل مال مو په دې لاره کې قربان کړ.

ستاسو پلرونو او میندو هم لويه قرباني ورکړه، خپل دنيوي خواهشات او هغه اميدونه چې په عامه توګه یې میندې او پلرونه د خپل اولادونو له مستقبل سره تړي؛ تر شا وغورځول، ستاسو د نيکمرغۍ او اخروي نجات په هیله یې تاسو د اللّه جل جلاله د دين لپاره وقف کړئ، د زده کړې په موده کې یې لګښتونه در باندې وکړل دا دی اوس ستاسو د پګړۍ فضیلت ته چې له ډيرې مودې هوسیدل خوښ دي.

همدا راز چې تاسو کومو جوماتونو، حجرو او مدرسو کې اوسېدلي ياست د هغو ځايونو مسلمانانو هم تاسو سره ډول ډول مرستې کړې دي، تاسو يې د خوراک، څښاک او استوګنځای له بندوبست څخه بې غمه کړي واست.

همدا راز ستاسو استادانو او د تعليمي ادارو مشرانو هم ستاسو په روزنه کې تاسو سره ډېر زیارونه ګاللي دي، له فیس، معاوضې او امتیاز پرته يې په ډېره مهربانۍ  ستاسو په تعليمي وده او روزنیز تکامل کې برخه اخيستې ده.

ګرانو فاضلانو!

د ديني تعليم د پيل او بیا د علم د طلب په ټوله موده کې به مو حتما اراده دا وه چې کله له زده کړې څخه فارغ شئ او کمال ته ورسيږئ نو د خپلو اسلافو په څیر به د عمل په ډګر کې رغنده کړنې ترسره کوئ او پاتې ټول ژوند به له دين او علمي خدماتو سره په تړاو کې تیروئ او ستاسو د میندو او پلرونو امید به هم دا وو، چې تاسو د فراغت نه وروسته په اسلامي ټولنه کې د ځلانده ستورو په څیر تبارز وکړئ، تر څو خلک او ولس ستاسو له علمي مشالونو څخه استفاده وکړي.

کومو مسلمانانو چې له تاسو سره په دې مرحله کې کومکونه کړي د هغوی مطلب هم څرګند دی، چې تاسو باید د دين پر مختګ، سرلوړۍ او د اسلامي ټولني د ناخوالو د ختمولو ذریعه جوړ شئ.

ستاسو د استادانو اميدونه، غوښتنې او توصيې به هم دا وې چې ستاسو په فراغت سره د علمي بڼ ګټو کې زیاتوالی رامنځته کېږي، د تږي امت لپاره به تاسو د خړوبوونکې وریځې يوه برخه جوړيږئ، د قرآن او سنت د ډيوې د روښانه ساتلو کوشش به کوئ، د بدعتونو او خرافاتو پېټی اوبار به د خپلو ناپوهانو ورونو او خويندو له اوږو څخه ښکته کوئ، د نړئ د بشر دښمنو کافرانو له توطئو او شومو پلانونو څخه به د مسلمانانو په ژغورنه کې مرسته کوئ او د یرغلګرو په مقابل کې به د بنیان مرصوص د صف مخکښان جوړیږئ.

اوس دې هيلو او مقاصدو ته د رسیدلو لپاره غواړم چې ستاسو مخکې د خپلو باتجربه او پوه استادانو هغه توصيې چې موږ ته یې د درسونو په جریان او یا هم د کتاب د اختتامي دعا په وخت کې کړې وليکم، چې نه يواځي زه بلکې تاسو هم له دې توصیيو برخمن شئ، او کړی تعلیم مو مفید تمام شي‌.

۱ــ له احساس کمتری ځان ساتل:

له احساس کمتري څخه به سخت اجتناب کوئ ځکه دا يو داسې بيماري ده چې علاج يې حکماوو هم ندى درک کړى.

کله چې فارغ شوې ته هغه وخت خدمت کولی شي او کړی تعلیم دې چا ته رسولی شي چې تدریس او دعوت ته دې مخه کړه او دې کارونو ته‌ هغه وخت وړاندې کیدای شي چې ته په ځان کې د کمترۍ احساس ونکړي او که خدای ج مکړه په دې ناعلاجه ناروغۍ مبتلا شوې همیشه به دې فکر وي چې زه نو کله د تدریس لايق يم، تدریس خو باید د فلانکي غوندې کسان وکړي او بیان خو هم جلسه کې نشم کولای ځکه زما بیان به خلګ نه واوري او نه به ورته وژاړي، نتیجه به یې دا وي چې زه باید کارو بار شروع کړم ځکه د دې نورو کارونو جوګه نه یم، یا هم باید د يو داسې کوچني امامت بندوبست وکړم چې کلي کې د اقامت کس لا هم ونلرم.

۲ــ د بل چا په بې عزتۍ کې خپل عزت مه لټوئ:

دا يو داسې ناولی فکر دی چې نقصان یې بیرته تاته متوجه دی، کوم کس ته چې اللّٰه جل جلاله عزت ورکړی خو له هماغه څخه يې غوښتنه وکړه چې هغه بل کس ته یې ورکړی دی، هم به هماغه په خپل عزت وي او هم به ته عزتمند شي.

په دې کې انسان په يوې بلي لويي ګناه کې هم مبتلا کيږي چې هغه حسد او بغض دی ځکه دا اخیر میلان همدې دوو لويو ګناه ته کوي.

۳ــ د بل چا په شر کې خپل خير مه لټوئ. هميشه تعميري سوچ کوئ له تخريبي فکرونو او خیالونو څخه ځان وژغورئ.

۴ــ دين په مختلفو شعبو باندې مشتمل دى د هرې شعبې خادم ته پکار دي چې د بل د خدمت قدر وکړي ځکه دين هرې شعبې ته ضرورت لري يوه شعبه هم داسې نده چې د هغې وجود دين د بلې شعبې څخه مستغني کړي.

۵ــ عالم بايد په ټولنه  کې د يو لوى فکر نوم وي په وړو وړو خبرو او عوامي مجلسونو او  قيل و قال باندې خپل قيمتي اوقات ضائع نکړي او همېشه د خپل حيثيت خيال وساتي ځکه د ده  بدنامي د دين اود ديندارو د بدنامۍ سبب ګرځي.

۶ــ د استغناﺀ په صفت باندې ځانونه مزين کړئ ځکه ته د الله تعالى د دين خادم يې او د نبي کریم عليه الصلاة والسلام وارث يې.

سوال نه پيدا کيږي چې ته دين ته ځان وقف کړې او بيا د معاشي مشکلاتو ښکار شې بلکې له نورو خلکو څخه به دې ښه ساتنه کيږي ځکه الله تعالى ډېر غيرتي ذات دى خپل مخلص بندګان هيڅکله يواځي نه پرېږدي.

۷ــ هيڅکله خپلمنځي او فروعي اختلافاتو(مروجو بلا نتيجې مناظرو) باندې وخت مه ضائع کوئ بلکې همېشه د يووالي او اتحاد کوشش کوئ ځکه کاميابي د متحدو قومونه په برخه وي.

۸ــ وخت داسې شى دى چې پدې کې هر شى موندلى شې مګر يوه لحظه تېر شوى وخت په دنيا او مافيها نشې تر لاسه کولئ.

لکه شاعر وايي :

د سکنډونو دغه ټک ټک دومره سپک مه ګڼه

د ژوند په ونه دې د تبر ګوزارونه کيږي.

۹ ــ همېشه مثبت فکر جوړ کړئ د منفي فکرونو نتيجې هم منفي وي.

۱۰ــ د دين خدمت د قلم په مټ کول داسې خدمت دى چې پس له مرګه هم صاحب قلم ژوندى ساتي او خلک ورځينې هر وخت استفاده کولى شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x