افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: کابل کې سیاسي کړکېچ خطرناک دی، پر سوله او امنیتي ځواکونو ناوړه اغېز کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی  خلیلزاد» وايي، په کابل کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي کړکېچ خطرناک دی او دوی په دې تمه دي، چې دا کړکېچ د تشدد بڼه خپله نکړي.

خلیلزاد دغه څرګندونې له «شپيګل» مجلې سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړي، نوموړي ویلي« په کابل کې سیاسي تشنج خطرناک دی، اشرف غني د ټاکنو کمېسیون له لوري بریالی اعلان شوی؛ خو عبدالله عبدالله یې نه مني او د ټاکنو د پروسې په اړه یې پر ځای قانوني اندېښنې راپورته کړې، تر هر څه مهمه داده، چې دا اختلاف په تشدد بدل نشي، دا حالت د سولې پر پروسه او امنیتي ځواکونو منفي اغېز لري، موږ شپه او ورځ کار کوو او ټول لوري هڅوو څو له دې حالت څخه مخنیوی وکړي.»

نوموړي زیاته کړې، چې که عبدالله عبدالله او اشرف غني په یوه وسیع حکومت باندې موافقه وکړي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی وټاکې دا به یوې سرتاسري سولې ته لاره هواره کړي.

د خلیلزاد په قول، ټرمپ د خپل کمپاین په مهال ژمنه کړې وه، د افغانستان او عراق جګړو ته به د پای ټکي ږدي نوکه چېرې طالبان خپلې ژمنې عملي کړي، دوی تیار دي له طالبانو سره د کړي توافق مطابق خپل ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه وباسي؛ خو په خبره  یې، دا ورته اړینه ده، چې افغانستان به بیا د ترهګرو په پټنځای نه بدلېږي او طالبان به خپلې کړې ژمنې عملي کوي.

نوموړي ددې تر څنګ یاده کړه، چې هیواد یې د ځواکونو ویستلو ته نه بلکې د افغانانو د وژنې مخنیوي ته په بیړه کې دی او که چېرې یې ځواکونه له افغانستانه ووځي، دوی به بیا هم له افغانستان سره غوره او دوستانه اړیکې ولري.

د خلیلزاد په خبره، که چېرې طالبان اتلس کلنو لاسته راوړنو ته درناوی ونلري یا د امارت د بیا راګرځولو هڅه وکړي، دوی به یې ملاتړ ونکړي او په افغانستان کې به یې د مشروع لوبغاړو په حیث ونه پېژني.

خلیلزاد داسې مهال په کابل کې سیاسي کړکېچ ته اندېښمن دي، چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني د ټیمونو تر منځ ناندرۍ تر بل هر وخت زیاتې شوې، د اشرف غني له لوري هر ورکول کېدونکی فرمان د عبدالله عبدالله له لوري رد کېږي او همدا لامل وو، چې حکومت ونشوای کولای د بین الافغاني مذاکراتو ټیم تیار او د مارچ په لسمه له طالبانو سره خبرو ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x