افغانستانروغتیا

کرونا ويروس په ایران کې لس افغان کډوال مړه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير محمد عالمي بلخي ويلي، په ایران کې د کرونا ويروس له امله لږ تر لږه لس افغان کډوال مړه شوي دي.

سيد عالمي بلخي، د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست هارون چخانسوري او د عامې روغتيا له وزير فیروز الدين فیروز سره د ولسي جرګې استجوابيه غونډې ته ويلي، تر اوسه په ایران کې پر کرونا ویروس د اخته افغان کډوالو شمېر نه دی معلوم، خو د وروستيو معلوماتو له مخې له دې ناروغۍ د مړو شوو کسانو شمېر لسو ته رسېدلی دی.

د کډوالو چارو وزیر زياته کړه، چې ایران کې د افغان کډوالو په اړه دوی ته کره معلومات نه ورکول کيږي، خو په ایران کې د کرونا ویروس له خپرېدو راهيسې پنځلس زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

تر اوسه په ایران کې نږدې څوارلس زره کسان په کرونا ویروس اخه شوي او ۷۲۴ تنه يې مړه کړي دي.

داسې اندېښنې شته، چې له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو له امله کېدای شي په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدل زیات شي.

د عامې روغتيا وزير فیروز الدين فیروز هم د ولسي جرګې غونډې ته وويل، چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا شپاړس مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ډېری يې په هرات کې رامنځته شوي او لامل يې له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدل دي.

ډېری فعالان وايي، حکومت بايد له ایران سره خپله پوله وتړي، تر څو په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.

خو د کابل پوهنتون استاد او چارو کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند ويلي، د راستنېدونکو کډوالو د روغتيا لپاره بايد له ایران سره ګډې پولې ته څېرمه روغتيايي مرکزونه جوړ شي او له ایرانه راستندونکي کډوال په کې قرنطین شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x