روغتیا

جرمني پوهان: د کرونا ویروس په اړه دغه افواهات مه منئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): نن سبا داسې یوه ناسته نشته چې د کرونا په اړه ګرم بحث ونه لري، همدغه بحثونه او خبرې اترې د بېلا بېلو افواهاتو او ناسمو معلوماتو خپریدو لامل کیږي.

جرمني پوهانو له دغو افواهاتو څخه ځینې مشهور پيژندلي او د وروستیو طبي معلوماتو په رڼا کې يې په اړه ځواب ویلی، دغه افواهات او ناسم معلومات په لاندې ډول دي:

لومړۍ افواه: د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ځانګړی صابون او شامپو

لومړي ناسم معلومات چې په دې اړه خپریږي داده چې د کرونا لپاره ځانګړی صابون شتون لري، باید په اوبو او صابون تر ۲۰ او ۳۰ دقیقو لاسونه پریمنځئ چې مخنیوی یې وشي. یا هغه شامپو وکاروئ چې ویروس له منځه وړي باکتریاوې نه، دا د کرونا وبا په اړه ناسم معلومات دي.

دویمه افواه: ټوخی د کرونا نښه نه ده

وچ ټوخی، چې تبه، د تنفس ستونزې او سستي یا کسالت ولري، دا د کرونا ویروس اساسي نښې دي، په دې اړه دا افواه چې ټوخی د کرونا نښه نشي کېدلی ناسم معلومات دي.

دریمه افواه: اسهال پر کرونا د اخته کېدو نښه ده

د جرمني انستیتیوت رابرټ کوخ د معلوماتو سره سم، ځینې پر کرونا اخته کسان د اسهال یا نس ناستې او د قۍ کولو احساس کوي، مګر دغه نښې یوازې پر کرونا ویروس د اخته کېدو نښې نشي کېدلای.

څلورمه افواه: سګريټ څکول د کرونا خطر نه زیاتوي

دا بشپړ ناسم معلومات دي چې سګریټ د کرونا خطر نه زیاتوي، بلکې سګریټ څکونکي له ټولو زیات پر کرونا اخته کیدی شي، ځکه چې کرونا ویروس په ځانګړې توګه پر سږو برید کوي.

پنځمه افواه: د کرونا د مخنیوي لپاره د غونډو او ناستو لغوه کول

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د غونډو او ناستو لغوه کول په دې اړه ناسم معلومات دي، بلکې دا یوه سیاسي نکته ده او داسې تګلاره لري چې هدف یې د ویروس خپریدو سوکه کول دي، نو غوره داده چې له داسې غونډو چیرې چې له ۱۰۰۰ زیات کسان راغونډ وي ځانونه لرې وساتئ.

شپږمه افواه: کورني څاروي هم پر کرونا اخته دي

دا د خلکو ترمنځ په بحثونو کې یوه عامه خپریدونکي افواه ده چې څاروي تر ټولو زیات پر کرونا اخته کیږي، په دې اړه تر اوسه کوم کره شواهد نه دي موندل شوي چې څاروي دې هم پر کرونا ویروس اخته شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x