نړۍ

د پاکستان په پارلمان کي د اسامه فاتحه واخیستل شوه

usama_supportersنن ټکی آسیا: پرون د پاکستان په قومي اسمبلی (پارلمان) کي د اسامه بن لادن فاتحه واخیستل شوه.

د سې شنبې په ورځ د پاکستان په پارلمان کي هغه وخت عجیبه غوندي ماحول جوړ شو، کله چي د جمعیت علماء اسلام نظریاتي ګوند یو تن غړي مولوي عصمت الله د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن پسي د دعا لاس پورته کړ، او دعا يي شروع کړه.

کله چي نومړي دعا شروع کړه، نو د مولانا فضل الرحمن ورور مولانا عطاء الرحمن، د همدې ډلي یو بل تن غړي لئیق احمد او د قاف لیګ یو تن غړي شاه جهان یوسف چي په وروستیو کي یو وزارت هم ور سپارل شوی دی، د دعا لپاره لاسونه پورته کړه.

د پارلمان سپیکر د مولوي عصمت الله دغه کار باندي سخت غوصه سو، ځکه چي نومړي بي له اجازي په اسامه پسي دعا وکړه.

د پاکستان جمعیت علماء السلام ګونډ د خپل منځي اختلافاتو له وجي په څو ډلو ویشل شوی دی، چي یوه ډله يي د جمعیت علماء اسلام نظریاتي ګوند په نوم سره یادیږي، دغه ګوند په افغانستان کي دطالبانو په کلکه سره ملاتړ کوي، او د اسامه دمړيني وروسته يي په بلوچستان کي پراخي مظاهرې هم وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x