افغانستانسولې اړوند خبرونه

ورځپاڼه: حکومت بین الافغاني خبرې ځکه ځنډوي، چې بیا د  چارواکو ولسمشر واکمني پکې ختمېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل):  له کابله خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «مسیر» په خپله نننۍ ګڼه کې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ او خنډ لاملونو ته کتنه کړې او تحلیل یې کړی، چې حکومت د سولې له خبرو سره سوړ چلند کوي او غواړي د افغانانو خپلمنځي خبرې وځنډېږي.

مطلب کې راغلي، چې «اشرف غني» د لوړې په ورځ ژمنه کړې وه د مارچ په لسمه به د بین الافغاني مذاکراتو پلاوی ټاکي؛ خو نه پلاوی جوړ شوی، نه بندیان خلاص شوي او نه  د بندیانو په اړه د اشرف غني خپل هغه فرمان عملي شوی، چې له مخې یې پنځلس سوه طالب زندانیان باید خلاص شوي وای.

مطلب وړاندې لیکي، حکومت له سولې سره سوړ چلند کوي او تر خپله وسه هڅه کوي، بین الافغاني مذاکرات وځنډوي څو اوسني ولسمشر او چارواکو ته د واکمني د غځېدو چانس په لاس ورشي، ځکه د ورځپاڼې په باور، دوی ته  د واکمنۍ دوام ارزښت لري او دا ورته مهمه نه ده چې هره ورځ جګړه او تاوتریخوالی افغانانو ته څومره ځاني او مالي زیانونه اړوي.

د مطلب په بنسټ، بین الافغاني مذاکرات باید ژر تر ژره پیل او خلګ یې مثبته پایله وویني او په همدې موخه په ارګ باندې ولسي فشار زیات شي « ارګ ته باید واضح پیغام ورکړل شي چې نور د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډ جوړول او د سولې مخالفت پرېږدي. که بین الافغاني خبرې پیل نه شي، د امریکا او طالبانو هوکړه نه یوازې دا چې ګټوره نه ده، بلکې افغانستان لا له زیاتو او نوو ستونزو سره مخ کولی شي.»

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، باید د مارچ په لسمه بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای؛ خو د ګل خانۍ ماڼۍ او سپېدار تر منځ ژور ټاکنیز اختلافات، د پلاوی په تشکیل نه موافقه او د اشرف غني له لوري د طالب زندانیانو د خلاصون په وړاندې خنډونه ایجادول هغه څه وو، چې د بین الافغاني مذاکرات  پیل یې یوې نامعلومې مودې ته یووړ.

تېره ورځ رسنیو ته د یو پلاوي لست راووت، چې ګواکي د خلیلزاد او اشرف غني په خوښه جوړ شوی؛ خو هم مهاله د عبدالله عبدالله له لوري رد کړل شو او یاده شوه، چې پلاوی ټولمنلی نه دی.

بل لور ته حکومت داسې مهال د افغانانو خپلمنځي خبرې له خنډونو سره مخ کوي، چې جګړه هره ورځ د لسګونو افغانانو د ژوند په بیه تمامېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x