روغتیا

باید په ورځ کې «۱۰» غوزان وخورئ! خو ګټه یې څه ده؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): طبي پوهان د نوې څېړنې له مخې داسې پایلې ته رسيدلي، چې غوزان د زیانمنو کولیسترولو په مخنيوي کې مهم رول لوبوي، په دې سره انسان د زړه له حملې او دماغي سکتې څخه ژغورل کېدلای شي.

دغه څیړنه چې د جرمني په ميونيخ پوهنتون کې ګڼ شمېر پوهانو ترسره کړې څرګندوي، د زیانمنو کولیسترولو د مخنيوي لپاره بايد په ورځ کې د ۴۵ ګرامو په اندازه غوزان یا چارمغز وخوړل شي، دغه اندازه د ۸ یا ۱۰ چارمغزو په برابر جوړېږي.

لکه څرنګه چې غوزان د یو لړ ګټو څخه برخمن دي، ددې تر څنګ غوزان د ويټامين بي او ويټامين ای لرونکي هم دي، او همدا راز د وينې د جریان په ښه ساتلو کې مهم رول لوبوي.

امریکایي پوهان وایي چې لږ تر لږه هره ورځ د دوه اونیو لپاره یو غوزان خوړل ښځو کې د سینو سرطان وده کموي. ددوی په وینا دا د زړه حملې ګواښ هم کمولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x