افغانستانروغتیا

عامې روغتیا وزارت هېواد کې د کرونا ویروس «پنځه» نورو پېښو خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا وبا پنځه نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې دوه نوې پېښې په هرات، دوه په لوګر او یوه یې په بادغیس کې ثبت شوې چې په دې سره هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ټوله شمېره ۲۱ تنو ته ورسېده.

د یکشنبې په ورځ هم د عامې روغتیا وزارت هېواد کې د پنځو پېښو تایید کړی و، چې زیاته شمېره یې په هرات ولایت کې ده، دغه راز، سمنګان او دایکندي هم له اغیزمنو ولایتونو څخه دي.

یوازې دا نه، بلکې ځينې راپورونو خبر ورکړی چې په ایران کې هم تر دې دمه لس افغاني کډوالو د کرونا له کبله خپله ژوند له لاسه ورکړی دی.

همدارنګ پرون یکشنبه د افغانستان ګاونډي هېواد اوزبکستان کې هم د کرونا ویروس لومړنۍ پېښه ثبت شوې وه.

د کرونا ویروس د مخنیوي په پار پاکستان هم له افغانستان سره سر له ننه (یکشنبه) ټولې لارې تړلي، په دغه هېواد کې له پنځوسو زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x