نظــر

خطرناک حالت؛ د یو لوی ناورین په انتظار

خبیب بدری

د څرخي پله زندان چاپیریال چې لا له وړاندې ډیر سخت خراب دی، په داسې حال کې چې د ګران هیواد د هرې برخې څخه د کروینا ویروس د خپریدو خبر ورکول کیږي.

د زندان چاپیریال ته په کتو که یو بندی هم خدای مکړه په دې ویروس اخته شي نو یو لوی ناورین به رامینځته شي.

دلته ټولو زندانيانو ته یوځای خواړه پخیږي،
د لمر اخیستولپاره یوځای ته ایستل کیږي،
د سلماني وسایل ټولو ته یو وسایل استعمالیږي‌.

د۲۰نفرو په اندازه ځای کې۷۰ کسه ژوند کوي
اپتدایي روغتیایي خدمات هم د نشتون سره برابر دي.

اکثریت بنديان لا له وخته په خطرناکو ناروغیو اخته شوي لکه TBیا توبرکلوز، ایډز، لوړ فشار، رواني خراب حالت، فلج او داسې نور….

نو لهذا په ورته خطرناک حالت کې له بندیانو سره دومره بیغوري کول دا د ملت سره سخته جفا ده.

مونږ اول د افغانستان د حکومت څخه دا غواړو چې خپل د همسایه هيواد ایران پر قدم قدم کښیږدي او ټول زندانونو ته عفوه عمومي اعلان کړي.

چی دا به د سولې د پروسې سره هم زیاته مرسته وکړي
یایې د یومعتبر ضمامت په بدل کې خوشې کړي چې ددې ناورین مخه ونیول سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمبل

نسم کولای چی مجاهدو علماوو ته سپارښتنه وکړم خو کوم سم یا غلط فکر چی می په زهن کی راګرځی غواړم چی شریک یی کړم . پدی ټوله پوهیږو چی نه غاصب کفار او نه هم د هغو منافق ملاتړی د افغانانو د مرګ پروا لری ، څومره افغانان چی مری او وژل کیږی د هغو ګټه ده . که طالبان کرام یوه اړخیزه پریکړی وکړی او د غلام دولت ډیری بندیان بیله کومی اسری د کرورونا د ویروس د اخته کیدو په سبب ور خوشی کړی دنیوی او اخروی ګټی به وکړی او د افغانانو په زړونو کی به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x