
پاکستان د تورخم دروازه وتړله
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان حکومت د «کرونا» ناروغۍ د خپرېدو له ویرې د تورخم دروازه د مسافرو او بار وړونکو موټرو په مخ وتړله.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند «عطاءالله خوګیاڼي» ازادي رادیو ته د «تورخم» دروازې تړل کېدل منلي؛ خو دا چې درازه به تر کومه تړلې وي، د ننګرهار ولایت چارواکو یې په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې داسې ویل کېدل، چې دروازه به یوازې د مسافرو په مخ تړلې وي؛ خو د راپورونو په اساس، نن سهار د بار وړونکو موټرو په مخ هم تړل شوې.4
یاده دې وي، چې پاکستان د چمن لاره هم د دوو اونیو لپاره تړلې او داسې اندېښنې هم شته، چې ښایي دا موده نوره هم وغځېږي.
په پاکستان کې تر دې دمه د کرونا ۹۳ پېښې ثبت شوې او ټولې تعلیمې ادارې د راتلونکې اپریل میاشتې تر پنځمې نېټې پورې تړل شوې.