
هلمند: پوليسو دوه ماشومان ورونه وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د عامه نظم پوليسو دوه تنه ماشومان په ډزو ويشتلي او وژلي يې دي.
راپورونه وايي چې د نادعلي ولسوالۍ د ماتکي په سیمه کې پوليسو تيره ورځ ماسپښين مهال دوه ماشومان ورونه چې مدرسې ته د سبق ويلو لپاره روان وو په ډزو ويشتلي دي او ځای په ځای يې وژلي دي.
د سيمې اوسېدونکو دا ماشومان عبداللطيف او عبدالقهار ياد کړي دي او ويلي دي چې د عمر اکا په نامه د سيمې د یو اوسېدونکي بچيان دي.
د هلمند ځايي اوسېدونکو د ماشومانو وژنه ستر وحشت او جنايت بللی دی او ويلي يې دي چې نور د دولتي ځواکونو له ظلمونو څخه تنګ راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ د پکتيکا ولايت په مټا خان ولسوالۍ کې يو سيمه ييز دولتي قومندان د يو ښوونځي زده کوونکی په سختو شکنجو او وحشت سره وژلی و.
د دی پاڼی او میدیا اربکان چیری دی چه تل د مجاهدینو وحشت بیانوی اوس چیری دی چه د کابل د غلامانو او بادارانو ( عیسویانو او یهودانو ) په وحشت اوشکی توی کړی چه د شوونځی معصوم کوچنی شاګردان یی په داسی حال کی وژلی چه ښوونځی ته په لیاره وو.