شعـــــرونه

پسرلی؛ تپاند زهاد

تپاند زهاد

مــرحبـــا د ګلابــونــو پســرلـیــه
د ښـکلا او بـهــارونـو پســـرلیـــه

هرکلي ته دې غاټول سترګي په لار دې
خوند کړې خوند د سنګرونو پسرلیه

ټول هیواد مو ښایسته کړه په غزاؤ
په هـر لور د تکبــیرونو پســـرلیه

دا خزان خزان حالت مو را بدل کړه
ژر را درومــه د ګلـــونــو پسـرلیه

خوشبو وشینده په غرونو د وطن کي
امـن را وړه د عطـرونـو پســرلیـه

ستا راتلو ته مو زخمي زړونه ټکور شې
د رحمــــت د بارانـونــو پســرلیـه

د اُمید غوټۍ مې هله ژر را ګل کړه
زمــا د تانـدو امیـدونــو پســرلیه

ما(تپاندزُهاد)ته غیږ را کړه په مینه
شه ټکـور مې د دردونو پســرلیـه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x