نظــر

افغانستان مو آزادولو هغه ډیر آزاد سو

محمدآصف مزمل
له صحابه کرامو را وروسته مجاهدین په ځلونو د کامیابۍ په درشل دریدلي، دښمن ته یې د جنګ په ډګر کې ماتې ورکړي خو د جګړې او فتحې وروسته حالاتو په مهار کې پاتې راغلي، نه دي توانیدلي چې د جګړې له امله را منځ ته سوې در بدرۍ او ناخوالې ورغوي.

د کونډو، بورو او یتیمانو اوښکې پاکې، له خړو مخو یې ګردونه لرې کړي، مستقل سرلوړی اسلامي نظام جوړ کړي.

لاملونه یې له کفري دسیسو ور اخوا د مجاهدینو هر اړخیزې نیمګړتیاوې دي چې له دغو نیمګړتیاو څخه د اسلام ازلي دښمنانو پوره ګټه پورته کړې، په مناسب وخت کې یې په ځای دقیق ګذار کړی، د اسلامي نظام د جوړیدو د مخنیوي تر څنګ یې د جهاد، مجاهد او د اسلام د اصولو، فروعو د بدنامولو هڅه کړې چې تر ډیره بریده کامیاب سوي هم دي.

د عثماني خلافت له پرځولو وروسته یې په ټول عالم اسلام کې ترلسګونو کلونو پورې د عملي جهاد مخنیوی وکړ تر دې چې په اکثرو اسلامي پوهنتونونو کې یې د جهاد درسونه له تعلیمي نصاب څخه بهر کړل، د اسلامي امت بچیان یې داسې وروزل چې جهاد ورته فساد، شرعي حدود ورته د حقوق بشر نقض، حجاب او شعائرالله ورته د څوارلسوه کاله پخوا جهالت او وروسته والی ښکاري.

د مجاهدینو د نیمګړتیاوو څخه مهم هغه یې د ضعیف مشر انتخاب، کمزوری مدیریت او د خپلو موخو نه پیژندل دي، د دغو لاملونو له وجهې د مسلمه امت زخم د مرهم پټۍ په ځای ناسور ګرځیدلی، د دوي د زحمتونو، ستړیاوو او قربانیو ثمره یوازې ورانۍ، کونډې، یتیمان، او…سوي.

په نړۍ کې هغه انقلابونه د ولس او ملت د تباهۍ لامل ګر ځیدلي چې مبارزین یې له پورتنیو ستونزو سره لاس او ګریوان وي د داسې جګړو شروع معلومه او ختم یې تر نا معلومې نیټې پورې وي چې څومره جګړه غځیږي هغومره انقلابیان ګنګس او لار ورکي کیږي، په داسې حالت کې د اشغال له خاتمې وروسته جګړه دوام مومي، عام اولس او خپله مبارزین حیران وي چې دا څه سوي، چا کړي او تر کله، لکه یو نیشه انسان چې له نشې عادي حالت ته را وګرځي.

له دغه ناوړه حالت سره د روس ضد افغان مجاهدین مخ سول له لومړي سره یې د ناسم مدیریت له امله پښې و ښویدلې، ځکه دوي د یو داسې مدیر په انتخاب کې پاتې راغلل چې هر ډول حالات سم مدیریت او له هر امتحان څخه بر یالی را ووځي، د یوه هوښیار او په هره معنی پوره امیر په ځای یې یو جمع نیم درجن آمرین وټاکل، متاسفانه دغو اوو رهبرانو بې حسابه شخصي موخې تعین او هغو ته درسیدو لپاره یې کوښښونه شروع کړل.

په داسې حال کې چې جهاد یو هدف لري یوازې یو چې هغه اعلاء کلمة الله ده !!!

په دې منځ کې فی سبیل الله مجاهدین هم د موخې په ټاکلو کې غلط سول د جهاد هدف یې یوازې د شوروي اتحاد ماتول و بلل، کله چې شورویان مات سول دغو مجاهدینو وسله په ځمکه کیښوده سیاست، سنګر، دفتر…او هرڅه یې نا اهله جنګیالیو ته پریښودل چې د دوي دغې تیروتنې هیواد د تباهۍ په لور ور ټیلواهه.

له کلونو کلونو جګړې وروسته چې کله شوروي اتحاد دړې وړې سو، زمونږ له ګران هیواده یې پښې سپکې کړې، په دوي او افغان مجاهدینو د کوچي او روژې د میاشتې کیسه وسوه، روسانو چې د مجاهدینو حالت ولید و یې ویل چې له ځانه مو څه جوړ کړل او له مونږه مو څه؟

له خالص بابا نه یو خبریال پوښتنه وکړه چې تاسو خو له خلکو سره وعدی کولې چې مونږ ځکه د نظام مخالف یو او جهاد کوو چې هیواد اشغال ده، د خلکو عقیده مال او ناموس تر تهدید لاندې دي او نظام غیر اسلامي ده، چې کله بریالي سولو اسلامي حکومت شرعي احکام او بالاخره د الله قانون به په خپل هیواد کې پلی کړو، خو د شورویانو له تیښتې او د ګوډاګي نظام له نسکوریدو وروسته مو ټولې وعدې سرچپه وختې نه د چا عقیده، ناموس او مال خوندي سول او نه مو اسلامي حکومت جوړ که؟

خالص بابا چې ډیر حاضر ځواب وه ورته وویل:
چې خبریال صاحبه مونږ افغانستان آزادولو هغه ډیر آزاد سو نو ځکه هر څه سرچپه روان دي.

د هغه وخت ډیری مجاهدین چې کله اولادو ته نصیحت کوي لومړی یې له جهاده منع کوي، مخته یې خپل ځان د ژوندي مثال په توګه وړاندې کوي او وایي چه که جهاد کې ګټه وه مابه کړې وه زما حالت وګوره پام چې جهاد و نه کړې.

دغه وجه ده چې له کمونستانو او اولادو یې مخکې د روس ضد جنګیالي او اولادونه یې د مجاهدینو مخته خنډ دي، له ژبنۍ او قلمي مبارزې نیولې تر سنګره یې مقابلې ته ولاړ دي.

ښه نومونه یې د اربکیزم په نوم د مجاهدینو خلاف کامیابه نسخه ده، چې د امریکایې جنرال ډیویډ پټریوس په واسطه تجویز سوه، عراق کې یې سل سلنه نتیجه ورکړه، دغه ازمویل سوې نسخه یې افغانستان ته د همغې موخې د تر لاسه کولو لپاره راوړه.

د اربکیانو لیکو ته یې پخواني مجاهدین او یا ددوي اولادونه جذب کړل، امریکایانو اربکیان د جګړې لومړۍ کرښې ته و لیږل چې په دې ډول یې د مجاهدینو د بریاوو مخه ډب او د خپلو تلفاتو کچه په زیاته اندازه را ټیټه کړه.

په اوسني وخت کې اسلامي نړۍ د معاصرو کفارو له استعمار او استثمار لاندې ده. دغو ځیرکو دښمنانو چې رهبریت یې امریکایان کوي، د اسلامي نړۍ معاینه دقیقه کړې د اسلامي نړۍ امراض او د ناروغۍ په مقابل کې ضعیفه نقطې یې دقیقې ور معلومې دي.

دوي ته پته ده چې اسلامي نړی له هر لوري دومره وهل ټکول سوې چې تر راتلونکو کلونو به د عادي دښمن مخته ونه سي دریدلای، دغه ضعیفه وجود خارجي او داخلي میکروبونو دومره ځپلی چې رغیدل یې د بشر او د هغه په لاس جوړو سو درملو له توانه په ځلونو پورته ده.

ددغه کمزوري وجود یوه برخه الله رب العزت داسې جوړه کړې چې د نړۍ هر ښکرور پکې ناکام او شرمیدلی ده.

د ټولې اسلامي نړۍ له ایل کولو وروسته نړیوال سوپر پاور په دغه خورا حساس ټکي ور برابر سوي له کلونو جګړو وروسته یې یوازې د خپل شکست او ماتې ننداره کړې او بس، دا ځل مغروره، امپراطوره امریکا پکې را ګیره ده، له شل کاله مسلسل جنګ او هر راز وسلو استعمال وروسته یې ګونډې وهلي خپله ماته یې په ځلونو عام محضر کې اعلان کړې، د دښمن صفتونه خپله کوي او وایي چې که د افغانانو  د زور پو ښتنه کوۍ روسانو ته ور شۍ، منډې رامنډې وهي او د خپلې امپراطورۍ د جنازې مراسمو ته تیاری نیسي.

درې مهم ټکي دي چې ددغه ستر دښمن د ماتې او افغانانو د بریا لامل سوي.

۱- امیر:
په دغه ستړې کیدونکې مبارزه کې مو له پیله د امیر انتخاب فوق العاده وه، مشر مو له ټولو افرادو زیاته قرباني ورکړه، داسې رهبري یې وکړه چې هر څوک یې د تاریخ په ویلو او اوریدلو سیده د خلفای را شیدینو دور ته ځي دغه مرشد ته که یې دوست وي که دښمن د ثالث عمر لقب ور کوي.

۲- مدیریت:
په رهبریت او مدیریت کې مو امیر یو بې جوړې مکتب او فلسفه ده په دغه باب کې باید کتابونه و لیکل سي.

تقریبا ټول کړه وړه یې د ریکارډ ترکچې رسیدلي، په کوم مجلس کې به یې چې په شفاهي توګه امر صادر کړ په څلورویشت ساعته کې به له شماله تر جنوبه، له ختیځه تر لویدیځه عملي کیده.

چې په منجمنټ، سیاست او نظامي زدکړو کې یې د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو دیپلوم، ماسټري او دوکتورا اخستي وي زمونږ د امیر سیاست، مدیریت او جګړیز تدبیر ته به د احترام سلامي وهي.

۳- موخه:
له لومړي سره مو د ټولو ناخوالو په وړاندې جهاد شروع کړی چې هدف یې اعلاء کلمة الله ده یعني د الله قانون د الله په ځمکه پلي کول، چې دغه کار بې له اسلامي دولت او نظام څخه امکان نه لري، دغه هدف ته امارت پوره ژمن پاتې سوی.

مبارزین له شل کلن جنګ وروسته له سخت امتحان او ننګونو سره مخ دي، باید هر لوري ته سخت متوجه وي، دې خبرې ته باید زیاته پاملرنه وکړي چې په دې شل کلن استعمار کې صلیبیانو او یهودانو له تصور پورته کار کړی، د دوی د اشغال تر سیوري لاندې یو نسل را لوی سوی په دې لوی ملت کې د دوی روزل سوي سګ شویان، زانیان، فولبرایټران او همجنس بازان په مختلفو دندو ګمارل سوي او یا مدغم سوي چې له هدایت سره سم به په یومناسب فرصت کې ګذار ته چمتو او خپلې موخې تر لاسه کړي.

یو څه چې اوس ورته کفارو او لاسپوڅو یې کار ویلی هغه د مجاهدینو په زړونو کې د شکونو ایجاد ده تر څو له تکړه او واقعي مجاهدینو سنګر خالي او تشه یې په خپلو خلکو ډکه کړي، چې د هغو په واسطه بیا د اسلامي نظام د جوړیدلو مخه ډب کړي.

په تلویزونو،رادیوګانو او سوشل میډیا کې همدا یوه خبره تکراروي چې امریکایان ناکام سول جهاد ختم سو!

هلکه جهاد خو مونږ ددې لپاره نه ده کړی چې امریکا جمع متحدین یې له وطنه وشړو بلکه د جهاد هدف مو یو ده چې هغه اعلاء کلمة الله ده،چې دغه موخه یوازې د اسلامي نظام او حکومت په جوړولو لاسته راځي، د اسلامي نظام او خلافت د جوړولو مخته کافر دریږي، مسلمان، افغان او که امریکايي له منځه یې وړو تر څو خپلې موخې ته ورسیږو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

هو، د جهاد هدف، اسلامې نظام ټینګول.ان شاءالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x