روغتیانړۍ

پاکستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۹۳ ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): پاکستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۹۳ تنو ته رسېدلی، چې ۷۶ يې يوازې په سند ايالت کې دي.

د سند ايالتي حکومت وياند مرتضی وهاب ويلي، د تفتان سرحد له لارې له ایرانه پاکستان ته په تللو کسانو کې د پنځوس تنو کرونا ويروس ازموينې مثبتې ختلي دي.

د مرتضی وهاب په وينا په سکهر سيمه کې له ایرانه راغلو پنځوس تنو کې کرونا ويروس موندل شوی، همدارنګه په حيدر اباد، کراچۍ او ځينو نورو سيمو کې هم د کرونا ويروس نښې موندل شوي او ټولې ۷۶ پېښې کيږي.

د سند حکومت وياند زياتوي، تر اوسه له دې ناروغانو څخه دوه تنه جوړ شوي او پاتې نور په قرنطين کې ساتل کيږي، تر څو يې بشپړه درملنه وشي.

د دې سربېره پلازمېنې اسلام اباد کې هم د دوو تنو کرونا ويروس ناروغانو پخلی شوی، همدارنګه، د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې يوه او ګلګت بلتستان کې پنځه پېښې مثبتې ختلي دي.

بلوچستان ايالت کې هم د ۳۵ کسانو کرونا ازموينه شوي، چې يوولس په کې مثبتې ختلي دي.

د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې پاکستان له ایران او افغانستان سره خپل ټول سرحدونه تړلي او همدارنګه په څلور واړو ايالتونو کې ټولې ښوونيزې ادارې بندې شوي او پر هر ډول سترو غونډو هم بنديزونه لګېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x