افغانستان

غور ولايت کې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): غور ولايت کې طالبانو د دولتي عسکرو پر پوستې برید کړی، چې له امله يې پنځلس عسکر وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د غور ولايت د شهرک ولسوالۍ ولسوال محمد کبیري وايي، د شهرک ولسوالۍ په کمنج سيمه کې د طالبانو د برید له امله شپږ کومانډو، څلور د عامه نظم عسکر او يو پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

ولسوال زياتوي، چې طالب جنګياليو د دولتي عسکرو دوه ټانکونه سوځولي او يو يې له ځان سر بيولی دی.

طالبانو د دې برید مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د غور ولايت شهرک ولسوالۍ د سلاح خانې په کمنج سيمه کې يې د دولتي عسکرو يوه پوستې نيولې، چې پر مهال يې پنځلس تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

اوس خو کافران تاسو په خبره په وتو دی نو دا د جهاد فتوی مو بیا له کومه کړه؟ په کوم اساس اوس د جنګ ته جهاد وایی. لدی نه داسی ښکاری چی دا جنګ له ابتدا څخه جهاد نه وه او د قدرت او د خلکو د وژلو لپاره په لاره اچول شوی وو. الله مو خوار کړه د پنجاب عسکرو.

غمی.پښتین

جوړ تازه.
اوس خو ستاسو طالیبانو خبره چه د حدیبی په شان معاهده سوله مو وکړه
نو پوښتنه.
ایا د حدیبی معاهده کی د مسلمان قتل کول وه؟ټول عسکر افغانان او مسلمانان دی،
امریکایی ته خو هیڅ نشی واییلی.
له یوه طرفه په ولس کرونا راغله،له بله طرفه په ولس پنجابی او امریکایی کرونا مسلط ده.
د هر عسکر قتل پوښتنه به به اخرت کی در څخه کیږی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x