افغانستانسولې اړوند خبرونه

«که د کابل سیاسي کړکېچ دوام وکړي، طالبان به په محدودو ورځو کې ولایتونه لاندې کړي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې ورځپاڼې «واشنګټن پوسټ» په خپله نننۍ ګڼه کې د ارګ د نیم ولسمشر «اشرف غني» او د سپېدار د ولسمشر «عبدالله عبدالله» تر منځ سیاسي کړکېچ ته کتنه کړې او د ځینو سیاسي شنونکو له خولې یې وړاندوینه کړې، که حالت همداسې دوام ومومي لوبه به ټوله د طالبانو په خوا وڅرخي.

د سرچینې له لوري په خپاره شوي مطلب کې د ګلخانۍ ماڼۍ او سپېدار انځور تشریح شوی، چې څنګه په یوه لنډه فاصله کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني پلویان له وسلو سره ولاړ دي او لږ وړاندې بیا دوستم د صدارت ماڼۍ دفترونه قبضه کړي.

ورځپاڼې د کابل حکومت د پخواني چارواکي او د امنیتي چارو د شناند «زلمي رسول» له قوله لیکلي « فرصت په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې دی، که د عبدالله او غني تر منځ ناندرۍ پای ته ونه رسېږي، د یوې اوونۍ یا لسو ورځو دننه شاید داسې څه پېښ شي، چې قابو کول به یې ناشوني وي.»

د زلمي په قول، که حالت همداسې دوام ومومي، ښايي طالبان په لنډو ورځو کې ګڼ ولایتونه لاندې کړي او امریکا به بیا ونشي کولای، هغوی راوګرځوي.

د زلمي تر څنګ د اشرف غني یوه سلاکار هم د نوم نه ښودلو په شرط واشنګټن پوسټ ته ویلي «حالت نهایت خراب دی، ښايي له امله یې د سولې لاسته راغلی نازک فرصت هم له لاسه ووځي، ولس په بېره او خواښینۍ کې دی او طالبان په څو قدمي کې.»

د غني ددې سلاکار په خبره، لا هم فرصت شته غني او عبدالله سره یو ځای شي؛ خو که دا کار ونشي، افغانستان به د تباهۍ یوې داسې کندې ته وغورځي، چې را ایستل به یې بیا کلونه وخت وغواړي.

شنونکي داسې مهال د کابل سیاسي کړکېچ ته اندېښمن دي، چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ سیاسي کړکېچ ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی، دوی دواړه ځانونه د ولس منتخب شوي ولسمشران بولي او هر یو هڅه کوي، د دولت په مهمو پوسټونو قبضه وکړي.

د واک او چوکۍ د قبضې دا تمرین په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغانان تر یو حده د سولې طلایي فرصت ته هیلمن ښکاري او داسې تمې پیدا شوې، چې ګواکي نور به هیواد له څلوېښت کلنو جګړو راوزي او د امن او ثبات خاوند به ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مونږ مخکی هم دا لیکلی، اوس یی هم لیکو او دا یو منلی حقیقت دی چه د امارت اسلامی مجاهدینو مشران او کشران د الله ج ځانګړی ځواک دی د الله ج یی له خوا هر اړخیزی وړتیاوی او پیاوړتیاوی یی په برخه شوی ، یووالی او مشرانو او قوماندانو ته سل په سلو کی اطاعت لری . د الله ج رضا یی هدف او ژوند د هغه الهی رضا وسیله ګڼی چه له امله یی استشهادی مجاهدین د پوره لیوالتیا او داسی خوشالیو سره ژوند داسی وسیله کوی لکه د واده شپی ته چه لیوالتیا او خوشالتیا لری .… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x