
هرات: د کرونا ناروغانو له روغتون څخه ډله ییزه تېښته کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): د هرات ولایت د روغتیایي سکتور چارواکي وایي، ددې ولایت له هغه روغتون څخه چې د کرونا د ناروغانو لپاره ځانګړی شوی وو، لسګونو ناروغانو ډله ییزه تېښته کړې.
د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس «عبدالحکیم تمنا» طلوع نیوز ته ویلي، چې ټولټال ۳۸ تنه ناروغان تښتېدلي، چې له منځه یې د یوه تن د کرونا پېښه مثبت او نور یې مشکوک وو.
د تمنا په خبره، په تښتېدلو کسانو کې دوه ښځې او ۳۶ نارینه شامل دی او دمګړۍ یوازې اوولس تنه په روغتون کې پاتې .
ویل کېږي، ناروغانو د روغتون کړکۍ ماتې کړې او ډله ییزه تېښته کړې.
بل لور ته د هرات ولایت د پولیسو ویاند «عبدالاحد ولي زاده» بیا دا پېښه ردوي او په خبره يې، ځینو ناروغان د ډاکټرانو له مشورې سم له روغتون ایستل شوي؛ خو کوم ناروغ تېښته نه ده کړې.
یاده دې وي، چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې او له امله یې ټول ښوونیز بنسټونه د یوې میاشتې لپاره رخصت شوي.