افغانستانسولې اړوند خبرونه

حزب اسلامي: د ارګ له لوري د سولې مرکچي پلاوی نه منو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند ويلي، د ارګ له لوري د بین الافغاني خبرو لپاره ګومارل شوی مرکچي پلاوی د دوی لپاره د منلو وړ نه دی.

د حزب اسلامي له لوري رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه راغلي، سوله ملي پروسه ده، هېڅ لوری يې د انحصار توان او حق نه لري او د دې ملي پروسې لپاره بايد داسې يوه باوري معتبره مرجع وجود ولري، چې دا پروسه په ښه توګه مديريت کړی شي.

اعلاميه زياتوي، دا معتبره مرجع بايد د تلپاتې سولې لپاره طرحه، ميکانيزم او سرې کرښې وټاکي او د سولې اړوند په ټولو چارو کې وروستۍ پرېکړه وکړي.

په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې د ارګ اوسنی حیثيت دا توان نه لري، چې د داسې ملي پروسې په تړاو پرېکړه وکړی شي.

حزب اسلامي وايي، د سولې پلاوي د ترکيب او نوملړ د نهايي کولو په تړاو له دوی سره هېڅ ډول مشوره نه ده شوې او له همدې امله حزب اسلامي د ارګ له لوري د مرکچي پلاوي نوملړ ردوي او له منلو يې انکار کوي.

حزب اسلامي دا اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې، چې تېره ورځ ځينو رسنيو د باوري سرچينو په حواله ويلي و، چې حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو په موخه پلاوی ټاکلی دی.

د سرچينو په وينا دا نوملړ د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له رسنيو سره شريک کړی دی.

په دې نوملړ کې شریفه زرمتۍ، عبدالهادي ارغندیوال، مولوي عنایت الله بلیغ، زینب موحد، باتور دوستم، انجنیر کریم امین، ضرار مقبل، محمد ناطقي، رسول طالب، حبیبه سرابي، کلیم الله نقیبي، جنرال ایوب انصاري، اورځلا نعمت، نادر نادري او متین بیک شامل دي.

حکومت وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دي، خو د پورته نوملړ پخلی يا رد يې نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
د الله لپاره په دې کسانو کي يوو هم نه دا اهليت ، لياقت او صلاحيت لري چي د يوه بهادر او ننګيالي ولس استازيتوب او نماينده ګي وکړي .الله سبحان وتعالی دي خپل فضل او کرم وکړي ، چي دوی په شپږ ديرش ميلونه ولس کي دا څو پلورل شوي او د ‌‌‌‌‌‌ډالرو وږي پيدا کړه . رښتيا يي ويلي ( هسي غر ، هسي يي کربوړي ) داشرف غني حکومت د غر او کربوړي داستان دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x