
خاونده؛ الفت جان
الفت جان
قبول مو د تڼاکو پښو مزلونه کړه خاونده
پوره مو د زړګي ټول ارمانونه کړه خاونده
په مینه محبت مو د کوثر په سپینه څنډه
نصیب مو د جانان د لاس جامونه کړه خاونده
کوم چا چې ستا لپاره د زړه وینه نذرانه کړه
پر ګور یې ستا درحم بارانونه کړه خاونده
موږ ساته ستا په فضل د پتنو په دنیاګۍ کې
قوي مو په زړګي کې ایمانونه کړه خاونده
د چا چې ګل ځواني دجهاد لاره کې قربان شوه
په برخه یې جنت کې نعمتونه کړه خاونده
د امن امن شپې مو د مظلوم هیواد نصیب کړي
ترې ختم د ظالمو تور پوځونه کړه خاونده
د لپو په کچکول کې خوار الفت دغه دعا کړم
راستون له تور زندانه ګلابونه کړه خاونده
ـــــــــــــــــ
الفت جان