افغانستان

کندز: دولتي عسکرو لس ملکي وګړي وژلي او دوه ميرمنې يې ټپيانې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۸ل): د کندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو د توپونو او هاوان بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې لس تنه ملکي وګړي وژلي او دوه ميرمنې يې ټپيانې کړي دي.

راپورونه وايي چې نن ماسپښين مهال د خان اباد ولسوالۍ اړوند توت مزار سيمه کې دولتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو د هاوان او توپونو مرمۍ ورولي دي او هوايي بريدونه يې کړي دي چې ياد کسان په کې وژل شوي دي.

د نن ورځې په پيښه کې دوه ميرمنې هم ټپيانې شوي دي.

په وژل شويو کسانو کې یې د دوو ملکي وګړو دوه دوه بچيان وژل شوي دي.

له سيمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې په دغو کسانو کې د شفيع الله، محمد ياسين، عبدالغفار، شير اغا، عبدالرحمن، مطيع الله، حيات خان، جاويد، عبدالمتين او مستري نيک محمد په نومونو ټول ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د عامه نظم پوليسو دوه تنه ماشومان چې مدرسې ته په لاره وو په ډزو ويشتلي او وژلي وو او همدا راز تېره اوونۍ په د پکتيکا ولايت په مټا خان ولسوالۍ کې هم يو تن سيمه ييز قومندان د لیسې يو زده کوونکی وژلی و.

تر اوسه د کندز ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظيمی

د ارګ د نيمی اداری حمدالله محب نرښځي دیته تهاجمی بریدونه وایی۔ د موږکانو په شان په غارو کی پټ دي او د هغه ځای پر اوس د مرمی باران کوی۔ بیا وایی زمونږ نظامیان د خپل اولس دفاع کوی۔ تاسی دی الله د غم پر ټغر کښنوی تاسو اولس تباه کړی۔

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close