
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا دفاع وزير مارک اسپر او مرستیال يې د کرونا له وېرې قرنطين شوي او د پنټاګون ۳۷ مسؤولين په کرونا اخته شوي دي.
د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» ويلي، مارک اسپر او مرستيال يې تېره ورځ وروسته تر هغه قرنطين شول، چې د پنټاګون ۳۷ مسؤولينو کې د کرونا ويروس ازموينې مثبتې ختلي دي.
د پنټاګون مطبوعاتي دفتر وايي، پر کرونا د اخته کسانو له ډلې اتلس عسکر دي او داسې اندېښنه يې ښودلې، چې ښايي په امريکايي عسکرو کې کرونا نوره هم زياته شي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د کرونا ويروس په ټول هېواد کې په خپرېدو دی، خو زياته کړې يې ده، چې له دې بحرانه به بريالي ووځي.
ترمپ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «ټول په ګډه د کرونا مخنيوي لپاره کار کوي، دا يو ښه کار دی، چې موږ يې ګورو، دا وخت به تېر شي او موږ به له پخوا هم ډېر قوي پاتې شو.»
د ټرمپ اداره د کرونا ويروس پر وړاندې د ناکامۍ له امله له سختو نيوکو سره مخ ده، چې ولې يې په لومړيو وختونو کې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ګامونه نه دي پورته کړي.
د امريکا «سي ان ان» تلویزون ويلي، تر اوسه د کرونا ويروس له امله ۶۵ کسان مړه شوي او په ټولو متحده ايالتونو کې ۳۵۰۰ کسان په دې ناروغۍ اخته دي.
ولسمشر ټرمپ په ټول هېواد کې د کرونا له امله بېړنی حالت اعلان کړی دی.
سي ان ان د سپينې ماڼۍ د سرچينو په حواله ويلي، ښايي ټرمپ په ټول هېواد کې د خلکو په ګرځېدو بنديز ولګوي.