افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: د طالبانو له لوري د داعش ځپل مثبت او د توافقنامې له ژمنو سره سم ګام دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، د طالبانو له لوري د داعش په وړاندې عملیات په لاره اچول او د هغوی غندنه مثبت ګام دی او دوی یې هرکلی کوي.

زلمي خلیلزاد په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي« زه د داعش د محکومیت او د هغوی د استخدام او تمویل د هڅو د درولو په برخه کې د طالبانو وروستی اعلامیه ستايم، همدا کار په توافقنامه کې د داعش، القاعدې او نورو ډلو په وړاندې د طالبانو تعهدات ښيي.»

نوموړي ددې تر څنګ په طالبانو غږ کړی، چې په خپلو ژمنو دې ودرېږي؛ ځکه په خبره یې، امریکایي جهت به هغه وخت ژمنې پوره کوي، کله چې طالبان په خپلو ژمنو وفا وکړي.

خلیلزاد یو ځل بیا په کونړ کې د داعش په وړاندې د طالبانو له وروستیو عملیاتو  او په دې برخه کې له خپرې شوې اعلامیې هرکلی کړی.

یاده دې وي، چې تېره ورځ طالبانو د یوې اعلامیې له لارې په رسمي ډول څرګنده کړه، نور یې په کنړ ولایت کې د داعش ټغر ورټول کړی او ټولې سیمې یې د هغوی له وجود پاکې کړي.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې د تېر په څېر ټینګار کړی وو، چې داعش یوه «فتنه ګره» او «مرموزه» ډله ده او دوی به کله هم د افغانستان دننه هغوی ته د فعالیت او د افغانستان او نړیوالو د امنیت ګواښلو فرصت په لاس ورنکړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، طالبان ژمن دي، ټولې هغه ډلې چې د امریکا متحده ایالاتو، متحدینو او نړیوالو ته ګواښ پېښوي، مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x