افغانستان

حکومت: د کرونا له خپرېدو سره د طالبانو په زندانونو کې د خپلو بندیانو په اړه اندېښمن یو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د کرونا له خپرېدو سره سم دوی د طالبانو په زندانونو کې د دولتي بندیانو د روغتیا او د هغوی د ساتلو د شرایطو په اړه اندېښمن دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر «سلام رحیمي» وايي «د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کرونا ویروس خپرېدو ته په پام له طالبانو سره د افغان دولت د بندي زندانیانو د روغتیایي وضعیت او د هغوی د ساتلو د شرایطو په اړه اندېښمن دی.»

نوموړي زیاته کړې، چې حکومت د زندانیانو لپاره تدابیر نیولي او نړیوالو بې پرې بنسټونو ته یې د څارنې زمینه برابره کړې؛ نو ځکه طالبانو ته هم ښايي ورته ګام واخلي، تر څو د زندانیانو په اړه وضاحت رامنځته شي « له طالبانو غواړو چې د ورسره بندیانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدو ترڅنګ نړیوالو بې طرفه بنسټونو ته زمینه برابره کړي ترڅو د دغو زندانیانو د روغتیایي وضعیت او د ساتلو د شرایطو  او له Covid 19 او نورو ګواښونکو ناروغیو  څخه د خوندي ساتلو په اړه یې وضاحت رامنځته شي.»

حکومت وروسته له هغه د خپلو زندانیانو په اړه اندېښنه ښيي، چې دوې ورځې وړاندې طالبانو د حکومت په زندانونو کې د حفظ الصحه شرایط د نشت برابر وبلل او په نړیوالو بنسټونو يې غږ وکړ، څو بندیانو ته اړینې مرستې ورسوي او څارنه ورباندې وکړي.

په افغانستان کې تر دې دمه د کرونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او د روغتیایي چارو د پوهانو په باور، که چېرې دا ناروغي زندانونو ته لاره پیدا کړي، یوه ستره فاجعه به رامنځته کړي.

د افغانستان په ګاونډ کې پراته هیواد «ایران» هم د کرونا له ویرې اویا زره زندانیان ازاد کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجینر سخی ګل

په افغانستان کی یو هیرانونکی عجایب او غرایب سړی اوری طالب هم وایی چه په زندانونی کی د کرونا ناروغی ناورین رامنځته کولای شی حکومت هم دا وایی نو ولی عبرت نه اخلی دواړه لوری چه ټول بندیان حوشی کړی (( یعلمون ولاکن لایشعرون)) الآیه

اجمل

سخی ګل ته: یعلمون ولاکن لایشعرون، خو طالبانو ته هم ووایه چی په کوم اساس دا جنګ اوس روا دی چی کافران د وتلو په حال کی دی. آیا دی ته هم جهاد وایی؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x