افغانستانسولې اړوند خبرونه

حکومت اوس د طالب زندانیانو «جرمونه» څېړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۸ل):حکومت وایي، د طالبانو د پنځه زره بندیانو لست ورته رسېدلی او دوی اوس غواړي معلومه کړي، دا زندانیان په کوم جرم بندیان شوي.

په ستراتېژیکو او عامه اړیکو کې د «اشرف غني» سلاکار «وحید عمر» طلوع نیوز ته ویلي « د پنځه زره طالب زندانیانو لست رارسېدلی، دا بندیان ټول په یو ځل نه خلاصوو، موږ غواړو دا لست وڅېړو او معلومه کړو، دا بندیان په کوم جرم دلته راوړل شوي.»

د عمر په خبره، د طالب زندانیانو خلاصون به تدریجي وي او تر هغه مهاله چې طالبانو بین الافغاني مذاکرات پیل کړي نه وي او د جګړې په شدت کې یې پام وړ کموالی نه وي راوستلی؛ طالب زندانیان نه خلاصوو.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، باید د مارچ تر لسمې نېټې پورې پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان خلاص او ورپسې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شوې وای؛ خو په لومړیو کې «اشرف غني» له دې کار نټه وکړه او د طالبانو د بندیانو خلاصون یې د خپل حکومت صلاحیت وباله، ورپسې یې د یوه بل فرمان له لارې د طالب بندیانو په مشروط «خلاصون» موافقه وکړه، چې د طالبانو له لوري رد شو..

په ورته وخت کې شنونکي بیا په دې باور دي، چې د بندیانو خلاصون د دواړو لورو تر منځ د باور فضاء جوړولو په برخه کې غوره ګام دی؛  خو حکومت په دې موخه چې وخت ځان ته پیدا کړي، د طالب زندانیانو په ځنډولو سره غواړي، څه ناڅه خپلمنځي اختلافات لرې او د یوه ټيم په جوړولو کې له مختلفو لورو سره موافقې ته ځان ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما د سیاسی ارزونو له مځی : غلام غنی هغه څوک نه دی چه د بادارانو له خوا منل شوی او توافق ته رسیدلی څیز دی رد او یا تایید کړی غلام تل د دستور او قوماندی انتظار باسی. مګر اوسنی نړیوال استعمار نوی فارمول اوتعامل داسی دی چه خپل غلامان د ځینو خبرو یا کړنو به کولو خپلواک خلک ته وروپیژنی . د اوسنی بندیانو د د ځنډولو په اړه: زه فکر نه کوم چه غنی خپله د بندیانو د ځندولو صلاحیت او جرات ولری. اوسنی ځنډول هم د امریکا د دستور او قوماندی له مخی ترسره کوی ولی؟… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x