روغتیا

پر خوب، ورزش او وزن د کافي څښلو اغیز څه دی؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۸ل): نوې څېړنې ښیي چې د کافي په څښلو سره وزن کمېدلی شي ليکن ددې سربېره ځينې زيانونه هم لري چې باید په پام کې ونيول شي.

زیاتره خلک کافي له دې امله څښي چې ددوی په وزن کمولو کې مرسته وکړي، او خپل بدن نارمل وساتي، خو هيڅوک نه غواړي چې د خوراک او څښاک سره دې دده په وزن کې زیاتوالی راشي.

ددې څيړنیزې مقالې په لوستلو سره به جوته شي، چې د کافي په څښلو سره مو په وزن کې کموالی او د ميټابوليزم پروسې کې څومره رول لوبوي.

نوې څېړنې کاږي چې د کافي استعمال د وزن په کمولو او د ميټابوليزم په برابر ساتلو کې او همدارنګه د ځينې خوړو د خوراک وروسته د کالوريزو په سوځولو کې مرسته کوي.

څيړونکي دې پایلې ته رسیدلي چې کافي د میټابولیزم کچه زياتوي او ددې سربېره په بدن کې لویې خوراکي ذرې په کوچنیو برخو بدلوي، دې پروسې ته په هغو کسانو کې چې وزن یې نارمل وي د اکسایډ شحمي په نوم پيژندل کېږي.

پر ورزش د کافي څښلو اغیز

د ورزش څخه وړاندې د یوې پيالې کافي څښلو سره مو په بدن کې د غړو او عضلاتو د دردونو په کمولو کې مرسته کوي، چې د ورزش پرمهال مزاحم کېږي او نه مو پرېږدي چې ورزش په سمه او مکرر ډول سرته ورسوئ.

دغه راز کافي په بدن کې سوځېدونکي کالوریزې هم زیاتوي، ځکه چې د کافیین اغیزې په عصبي ریښو او مغزو کې د درد درملنه کوي. خو باید ډیرې کافي او کافیین څښلو ته پام وکړئ، او که چیرې درمل اخلئ نو د ډاکټر سره مشوره اړینه ده.

په خوب او وزن د کافي اغيز

د يادونې وړ ده چې د کافي په څښلو سره مو خوب تښتي او د شپي تر ډېره اندازه ويخ پاتې کېدای شئ، یادې څېړنې د خوب څخه بې برخې کېدو او د وزن کمېدلو اصلي اړیکې ښودلي دي.

نو په دې اساس، د ويخ پاتې کېدلو سره د سترګو رپېدلو سرعت زیاتېږي، په دې سره د بدن اساسي ميتابوليزم کمېدای شي، او د شپې له مخې هغه هرمون چې وده ورکوي له خنډ سره مخ کیږي.

ځينې څېړنې ښیي چې کافي په بدن کې د انسولين مقاومت پياوړی کوي، او ليپټين هرمون زياتوي، او دا ټول هغه څه دي چې د وزن په کمولو کې خنډ کیږي.

خبرداری

لکه څرنګه مو چې وويل کافي د انسان په بدن کې د وزن د کمولو رول لوبوي، هيره دې نه وي چې د زياتې کافي څښلو سره د هغه کسانو روغتیا ته چې د وينې لوړ فشار او د زړه د ناروغي لري خطر زياتوي، ځکه چې کافي ممکن د وینې فشار لوړ کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close