روغتیا

کرونا ویروس ډير خپریدونکی خو لږ وژونکی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۸ل): نږدې د نړۍ په هر هېواد کې د کرونا ویروس په پراخه کچه خپریږي چې په خلکو کې یې ویره، انديښنه او تشویش خپور کړی.

د ویروس زیات خپریدل ددې لامل شوي چې په رسنیو، بحث مباحثو، د خبرو اترو خپرونو، پوهان، مبصرین، چارواکي او آن د هېوادونو ولسمشران یې په اړه غږیږي او له سختو اندیښنو سره مخ دي. په دې اړه زیاتې خبرې ددې لامل شوي چې په عامو خلکو کې بېځایه ویره خپره شي.

خو د کرونا ویروس چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا وبا ګڼل شوې او «کووید ۱۹» نوم ورکړل شوی، د نړۍ په ۱۵۰ هېوادونو کې خپور شوی، چې اوسمهال یې له چین وروسته اروپا اصلي مرکز ګرځېدلی دی.

خلک اندیښنه کوي چې پر کرونا اخته کېدل د وژل کېدو په معنا دي، حال دا چې تر دې دمه له اخته ناروغانو څخه یې یوازې زیات نه زیات ۵سلنه مړه شوي، نږدې ۶۰سلنه بیرته روغ شوي او همدومره سلنه یې تر تداوۍ لاندې دي چې د روغېدو امکان یې زیات ښودل کیږي.

د نویو احصائیو له مخې په نړۍ کې اوسمهال (۱۸۲۷۲۶) اخته ناروغان ثبت شوي، چې له مخې یې نږدې ۸۰زره کسان بیرته روغ شوي او یوازې (۷۱۷۴) مړه شوي دي.

په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳م کالونو کې د سارس په نوم ویروس خپور شوی و چې په لږه موده کې یې ۸زره کسان وژلي وو، پوهان په دې اړه وایي چې سارس ویروس ډیر وژونکی او لږ خپریدونکی و خو کرونا ویروس د هغې برعکس لږ وژونکی او ډیر خپریدونکی دی.

پوهان وایي، د کرونا ویروس له کبله په مړو شویو کسانو کې له ۹۰سلنه زیات هغه ناروغان دي چې یا خو یې عمرونه له ۵۰ کلنۍ پورته دي او یا هم د فشار، زړه او شکر ناروغي لري. دا ناروغي د نورو په پرتله پر هغو زیات اغیز کوي چې اوږدمهاله یا مزمنه (لکه فشار، شکر یا زړه) ناروغي ولري.

چین چې د کرونا ویروس اصلي مرکز او ددې هېواد ووهان ښار یې سرچینه ده، تر دې دمه په کې نږدې ۸۱زره کسان اخته شوي، ددوی له مخې (۶۸۶۹۰) بیرته روغ شوي او (۳۲۲۶) تنه مړه شوي دي، اوسمهال په چین کې وضعیت قابو بلل شوی دی.

له چین څخه بهر اوسمهال د اخته کسانو او د مړو شویو کسانو شمېر زیات دی، په دې معنا چې چین د ویروس په مخنیوي کې جدي ګامونه پورته کړل خو نور هېوادونه یې په مخنیوي کې پاتې راغلې دي.

د چین حکومت اعلان کړی چې چمتو دی خپلې ترسره کړې تجربې له نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ایټالیا سره شریکې کړي.

په دویم نمبر چې زیات کسان په کې وژل شوي او سرعت یې له چین څخه زیات ښودل شوی، ایټالیا هېواد دی، په دغه هېواد کې نږدې له ۲۸زره کسانو څخه (۲۱۵۸) مړه شوي او (۲۷۴۹) بیرته روغ شوي دي.

ایران کې د ۱۵زرو له جملې څخه نږدې ۵زره روغ شوي او (۸۵۳) تنه مړه شوي، دغه راز په اسپانیا، کوریا، امریکا او فرانسه کې په ترتیب سره ۳۴۲، ۸۱، ۹۳ او ۱۴۸ تنه بیرته عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

ددې سربېره په چین کې ځینو رسنیو وړمه ورځ خبر ورکړ چې یوه ۱۰۳ کلنه ښځه چې پر کرونا اخته شوې وه هم بیرته روغه شوې او عادي حالت ته ګرځېدلې ده. ددوی په وینا دغه ناروغي محض مقاومت او مبارزه غواړي.

امریکایي پوهانو ادعا کړې چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره یې پر ځینو رضاکارانو د واکسینو ازموینه ترسره کړې، خو ددغه واکسینو جانبي عوارض او پایله څيړل کیږي. له دې وړاندې چین، تایلند، اسرائیل او جرمني هم ورته ادعاوې کړي دي. خو د چین پوهان وایي چې د واکسینو بشپړ چمتو والی لا هم له ۱۴ تر ۱۸ میاشتې وخت نیسي.

په منځني ختیځ کې د کرونا ویروس هغه مهال خپور شو چې د ایران په قم ښار کې لومړۍ پېښه ثبت شوه، دا ویروس ځکه نورو هېوادونو ته په چټکۍ ورسېده چې ایران یې په مخنیوي کې ناغیړي وکړه.

په عربي هېوادنو کې قطر تر ټولو زیات (۴۳۹) پر کرونا ویروس اخته کسان لري، بحرین چې له ایران سره پوله لري (۲۲۸) تنه، سعودي او عراق کې (۱۳۳-۱۳۳) تنه، کویت (۱۲۳)، لبنان (۱۰۹) او عربي اماراتو کې (۹۸) تنه پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

په پاکستان کې په تیره یوه ورځ کې له ۱۰۰ زیات کسان پر دغه ناروغۍ اخته شوي چې اوسمهال یې ټوله شمېره ۱۸۴ تنو ته رسیدلې، له ایران څخه پاکستان ته تازه تللو کسانو کې د ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي. اوسمهال پاکستان له ایران او افغانستان سره ټولې لارې تړلي دي.

افغانستان چې لا یې هم له ایران سره پوله نه ده تړلې او هره ورځ زرګونه کډوال هېواد ته راستنیږي، تر دې دمه د ۲۱ تنو پخلی کړی، خو پوهان او ځینې چارواکي وایي چې د اخته کسانو شمېره له دې هم زیاته ده.

د فروري له ۲۴مې نیټې په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه ثبت شوې، خو تر اوسه د کومې مړینې خبر نه دی ورکول شوی، البته د یو کس روغېدو خبر ضرور ورکول شوی دی.

وړمه ورځ نږدې ۵۰ مشکوک تنه د هرات له یوه روغتون څخه چې قرنطین شوي وو او ازموینه یې ترسره کېده تښتیدلي دي.

په بېلا بېلو ټولنیزو رسنیو کې د کرونا مخنیوي لپاره ګڼ شمېر لارې ښودل کیږي، خو غوره یې په پرلپسې ډول په صابون د لاسونو پریمنځل، د پرنجي پرمهال خوله او پوزه پټول، له عامه ځایونو څخه چې ګڼه ګوڼه وي ځانونه ساتل، جامې لمر ته کیښودل او ګرمې اوبه او ګرم خواړه کول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x