ورزش

کرونا ویروس: د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ لغوه اعلان شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ چې نیمه پایلوبو ته رسیدلې وې د کرونا ویروس له کبله په سمدستي ډول لغوه اعلان شوې.

د پاکستان کرکټ بورډ د کرونا ویروس له ویرې د (PSL) سیالۍ په داسې حال کې وځنډولې چې نن د سه شنبې په ورځ دوه نیمه پایلوبې ترسره کېدونکې وې.

تر دې دمه د پاتې سیالیو په بیا مهالویش پریکړه نه ده شوې خو ممکن د کرونا ویروس له کبله په بشپړ ډول لغوه شي.

په یادو سیالیو کې ګڼ شمېر بهرني لوبغاړو هم ګډون کړی و خو د کرونا ویروس له ویرې زیاتره بهرني لوبغاړي یوه اونۍ وړاندې خپلو هېوادونو ته ستانه شوي وو.

نن د سه شنبې په ورځ د پاکستان پر وخت ۲:۰۰ بجې په لاهور ښار کې د ملتان سلطانز او پيښور زلمو ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه او په ۷:۰۰ بجې د کراچي کینګز او لاهور قلندرز ترمنځ دویمه نیمه پایلوبه ترسره کېدونکې وه.

دا لومړی وار و چې د لاهور قلندرز، ملتان سلطانز او کراچي کینګز لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو دویم پړاو ته لار مومي، خو کرونا ویروس یې د وړاندې تللو لاره ونیوله.

له دې وړاندې رسنیو خبر ورکړی و چې د لوبډلو مالکان نه غواړي د بهرني لوبغاړو په نه شتون کې سیالۍ ترسره کړي، هماغه و چې کرکټ بورډ یې د لغوه کېدو پریکړه وکړه.

باید وویل شي چې پاکستان کې په تیرو څلورویشت ساعتونو له سلو زیاتې تازه مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې سره ټوله شمېره ۱۸۹ تنو ته پورته شوې، او د نورو پېښو ویره هم لیدل کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close