افغانستان

بغلان، لغمان او ننګرهار کې ۳۲ دولتي عسکر له طالبانو سره يوځای شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۸ل): په بغلان، لغمان او ننګرهار ولايتونو کې ۳۲ تنه دولتي عسکر او پوليس له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په بغلان ولايت کې ۲۰ تنو دولتي عسکرو د شيخ هبة الله اخندزاده د عفوې له اعلان نه په استفاده او د دعوت ارشاد کميسيون ولايتي مسوولينو په هڅو له خپلو دندو لاس اخيستی او طالبانو سره يو ځای شوي دي.

طالبانو د يادو عسکرو نومونه هم خپاره کړي دي او ويلي يې دي چې عسکرو ورسره ژمنه کړې چې نور به له دولتي لوري سره هيڅ ډول همکاري نه کوي او زياته کړې يې ده چې هڅه به وکړي چې نور دولتي عسکر هم له خپلو دندو راوګرځوي او په وينا يې د راتلونکي اسلامي نظام په لاره کې خنډ نشي.

بل لور ته مجاهد وايي چې د لغمان ولايت مرکز مهترلام اړوند په کرنج ابه سيمه کې هم د يوې پوستې ۹ اربکيان طالبانو ته ورغلي دي او د پوستې ټولې وسلې او مهمات يې هم له ځان سره وروړي دي.

د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ اړوند چمتلې او ککړک سيمو کې هم درې تنه دولتي عسکر طالبانو سره يو ځای شوي او طالبانو ورته د امنيت د خونديتوب ډاډ ورکړی دی.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د توافقنامې له لاسليک وروسته ګڼ شمير دولتي عسکرو خپلې دندې پريښي دي او خپل عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.

تر اوسه د بغلان او لغمان ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د دعوت ارشادجلب و جذب مسولين ورڼه تَر بل هر وخته بايد خپلو کارونو کی گړ‎ندی شی وخت هغه دي چی اوس به ډله ډله امنيتي كسان د تسليميدو اراده ولري تَر څو د کابل فاسده اداره له جنگ پرته خپل وجود كي خنثا شي هم به د مرگ ژوبلی مخه ونيول شي او هم به د ملامتي ږ‎غږ‎ونه ورك شي او مجاهدين به په لنډه لار هدف ته ورسيږ‎ی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x