افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

نېشنل انټرسټ: د امريکا له وتلو وروسته طالبان پر افغانستان خپل واک ټينګولی شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا نېشنل انټرسټ خپرونې د افغانستان سولې په اړه په خپل مطلب کې ويلي، د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبان پر افغانستان خپل واک ټينګولی شي.

خپرونه زياتوي، که امريکايي عسکر له شرايطو سره سم له افغانستانه ووځي، طالبان به خلاص مټ ولري، چې په افغانستان کې خپل حکومت جوړ کړي.

په دغه مقاله کې راغلي، امريکا منلې، چې د سولې تړون په عملي کېدو به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي او طالبانو هم ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د امريکا په شمول د هېڅ بهرني هېواد پر خلاف نه کارول کيږي او ورپسې به بین الافغاني خبرې پيليږي.

که څه هم طالبانو بین الافغاني خبرو ته چمتووالی ښودلی، خو ټينګار کوي، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې بايد د دوی پنځه زره بنديان خوشې شي او په مقابل کې به يې طالبان هم زر تنه حکومتي بنديان خوشې کړي.

خو حکومت لا هم بین الافغاني خبرو ته نه دی تيار او د طالبانو د بنديانو د خلاصون چارې يې هم ځنډولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
طالیبانو یو ځل مخکی هم په افغانستان خپل واک ټینګ کړی وه.د خپل حکومت په دوره کی له عربو(بن لادن)او د پنجابیانو خدمت ته تیار سی ولاړ وه،
د افغانانو په خوله کی یی خاوری دوړولی،
یو ځل بی بیا هماغه دوره وی.

صدیق یار

څوک چی دبل دپاره کارکوی هغه ته ټول انسانان دبل دپاره کار کونکی معلومیږی عرب مسلمانان دی اسامه مسلمان وو دمسلمان ساتنه پرمسلمان واجب ده عجیبه څوک چی دکفارو ساتنه اوخدمت کوی څنګ پڅنګ ورسره دمسلمانو کورونه ورانه وی هغه ته دی خوله ماتیږی چی غندنه یی وکړی دمسلمان ساتونکی ته بد وایی ترڅو چی ستاپه شان ناپوه بی شعوره اوپه دین ناخبره خلګه موجودوی په هغه ځای کی به خود کافران خلاسی تڼی ګرځی ته اوستاامثال به یی همایت کوی صد افرین دی ستا پر فکراودماغ وی

مجاهد

حالات خو داسی معلومیږی چه الهی نظام د دموکراسی ځای نیسی دموکراسی د کمونستی الحادی فلسفی مشره خور ده کوم موزیم کی چه یی نغشتی دا به هم هلته ونغښتل شی. امریکا او ناتو د شوروی او وارسا دبرخه لیک سره مخ شوی او غنی به دنجیب د برخه لیک سره مخ کیږی، خپله د غلام غنی په وینا له اشغلګرو غیره ۶ میاشتی هم حکومت نه شی کولای تر غنی نجیب پیاوړی وو له روسانو غیره یی دری کاله حکومت وکړو. هو، طالبانو مخکی هم د همدغه جنګ سالارانو د وحشت او د خلکو وژنی مخه ونیوله چه د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x