شعـــــرونه

خبريال ته! فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

قلم دې زما په وينو باندې سور دی خبرياله
او فکر دې د سور کافر مزدور دی خبرياله

لګيا يې د پرديو ارزښتونو ته خدمت کې
ګڼلی دې دا خپل ولس تربور دی خبرياله

ته بوخت يې د ډمتوب د مجلسو په راپورونو
خو زما کلی بيا ماته سور تنور دی خبرياله

زه وايم چې زما د مظلومیت غږ دې شي پورته
خو تاته د ناټو امر ضرور دی خبرياله

نه سترګې د ولس شوې او نه غږ د مظلومانو
له ماسره دې دغسې انځور دې خبرياله

بې فکره دی نو ځکه ستا چټياتو غوږ شوی
بې فکره ولس څه وکړي مجبور دی خبرياله

بس وايه چې څه وايې د پرديو ترجمان شه
بدنام ستاسو هدف ستاسو دستور دی خبرياله

مشفقه ژمن ملګري دې خدای نه خرابوي خو
هغه به وي بدنام چې بد مشهور دی خبرياله

اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن خبريالانو ملګرو ته درناوی او احترام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x