افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د بندیانو خلاصون یوه بشري مسئله ده، چارواکي دې په دې برخه کې امتیازات نه لټوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د بندیانو خلاصون یوه بشري مسئله ده او چارواکو ته نه ښایي، په دې لاره کې سیاسي امتیازات ولټوي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق په بنسټ باید اوس زندانیان خلاص شوي وای او د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شوي وای؛ خو  ددوی  په خبره، د کابل ادارې د خپلمنځي شخړو او د څوکۍ پرسر د شرموونکو خرخښو له امله هرڅه په ټپه درول شوي، امریکایان نه د بندیانو په خلاصون توانېدلي او نه یې د کابل د سیسټم خلک پر یوه ټول شموله پلاوي پرېکړې ته راضي کړي.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «له بله اړخه د کابل ادارې نیمه برخه د بندیانو د خلاصون پروسه او د سولې د پلاوی ټاکل؛ په ځان پوري مربوط ګڼي، له همدې امله یې په وړاندي شپه او ورځ د خنډونو د ایجادولو هڅي کوي، ترڅو په دې توګه منظور نظر امتیازات ترلاسه کړي. خو بل اړخ یې بیا پرخلاف رایه لري.»

طالبانو ددې تر څنګ د کابل حکومت تر واک لاندې زاندانونو کې د پاکي او حفظ الصحه شرایطو نشتون ته اشاره کړې، د بندیانو تر منځ یې د کرونا ناروغي په خپرېدو وېره څرګنده کړې او په بهرنیو هیوادونو او د بشري حقوقو په بنسټونو یې غږ کړی، څو په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې «اسلامي امارت او د بندیانو کورنۍ په دې اړه جدي انديښني لري، نه باید چې چارواکي له داسي یوې بشري مسئلې، هغه هم د خپلو هیوادوالو په وړاندې نامسئولانه او بشرضد چلند وکړي. په داسي حالاتو کې هم د خپلو سیاسي امتیازاتو په لټه کې و اوسي. او نه باید د هغوی بهرني ملاتړي دوی ته اجازه ورکړي چې د سولې د تخریب ترڅنګ بندیان (چې یوه بشری مسئله ده؛ هغه) هم د خپلو مذمومو مقاصدو لپاره وکاروي.»

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، باید د مارچ تر لسمې نېټې پورې پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان خلاص او ورپسې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شوې وای؛ خو په لومړیو کې «اشرف غني» له دې کار نټه وکړه او د طالبانو د بندیانو خلاصون یې د خپل حکومت صلاحیت وباله، ورپسې یې د یوه بل فرمان له لارې د طالب بندیانو په مشروط «خلاصون» موافقه وکړه، چې د طالبانو له لوري رد شو..

په ورته وخت کې شنونکي بیا په دې باور دي، چې د بندیانو خلاصون د دواړو لورو تر منځ د باور فضاء جوړولو په برخه کې غوره ګام دی؛  خو حکومت په دې موخه چې وخت ځان ته پیدا کړي، د طالب زندانیانو په ځنډولو سره غواړي، څه ناڅه خپلمنځي اختلافات لرې او د یوه ټيم په جوړولو کې له مختلفو لورو سره موافقې ته ځان ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x