افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان وايي اجازه نه ورکوي چې د داعش پرضد مبارزې ته یې څوک بل رنګ ورکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د طالبانو له لوري په کونړ کې د داعش ځپل وستایل، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ظاهرا د نوموړي دې څرګندونو ته په اشارې ویلي، ددوی جنګیالیو پنځه کاله په داسې حالت کې د داعش په وړاندې مبارزه وکړه، چې سنګرونه یې له پاسه د داعش په ګټه بمبارېدل.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د داعش پر ضد د اسلامي امارت عملیاتو پنځه کاله په داسې حال کې دوام وکړچې زموږ سنګرونه به په پرله پسې ډول د داعش په ګټه بمباریدل.»

شاهین ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې له هر ډول «فتنې» څخه د هیواد خلاصول د «اسلامي امارت» د پالیسي برخه ده؛ خو چاته اجازه نه ورکوي، ددوې دې مبارزې ته بل ډول رنګ وکړي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې زلمي خلیلزاد تېره ورځ د طالبانو له لوري د داعش د ځپلو او له کونړ څخه د هغوی د ټغر ټولولو په تړاو له خپرې شوې اعلامیې هرکلی وکړ او ددې ډلې د ځپلو په برخه کې یې د طالبانو مبارزه وستایله.

امریکا چې په افغانستان کې له کابل حکومت سره په ګډه د داعش ډلې په تمویل او تجهیز تورنېږي، ځانګړي استازي یې داسې ښودله، چې ګواکي له داعش سره د طالبانو مبارزه ددوی په خوښه او ددوی له غوښتنو سره سمه کېږي.

که څه هم حکومت او امریکا په بیا، بیا له داعش سره په مبارزې تینګار کاوه او هغوی یې د افغانستان لپاره خطرناک بلل؛ خو له دې ډلې  سره د پنځه کلنې جګړې په مهال طالبانو په بیا، بیا  څرګنده کړه، چې حکومتي او بهرني ځواکونه ددوی لیکې په پرلپسې ډول بمباروي او محاصره شوي داعشیان ددوی له منګولو خلاصوي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، طالبان ژمن دي، د امریکا او متحدینو د امنیت ګواښونکو ډلو ته به اجازه نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هو، مونږ ټول په دی عقیده یو ، چه امریکا ( نظم نوین جهانی ) د طالبانو سره د ترحم له مخی نه بلکه دمجبوریت او ناکامیو له مخی روغی جوړی او وتلو ته اړ شول، حتی په روغه جوړه کی یی هم هڅه لرله که د کابل غلامی اداری سره یی مخامخ خبرو ته اړباسی ګټه یی ورته ونه کړه نو بیا یی په وحشت شروع وکړه چه په دری میاشتو کی نزدی زر بمونه یی د افغانستان مظلوم او مجاهد اولس وورول او په سوونو بی دفاع او بیګناه افغانان ( انسانان ) یی په شهادت ورسول. حتی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x