افغانستانسولې اړوند خبرونه

له طالبانو سره د هوکړې په میاشت کې امریکا پر افغانستان ۳۶۰ بمونه غورځولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې «ایر فورس مجلې» لیکلي، چې د امریکا متحده ایالاتو په هغه میاشت کې چې له طالبانو سره یې هوکړه لاسلیک کوله، د افغانستان په خاروه  ۳۶۰ بمونه غورځولي.

د مجلې له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د نوي میلادي کال «۲۰۲۰» له پیله تر دې دمه ۷۷۵ بمونه غورځولي، چې له منځه یې ۴۱۵ په جنوري میاشت او ۳۶۰ یې په فبروري «هغه میاشت چې په وروستۍ ورځ یې له طالبانو سره هوکړه وشوه» غورځول شوي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د فبروري میاشتې په ۲۹ مه نېټه د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې تړون لاسلیک شو.

د شوي تړون په بنسټ، امریکایي ځواکونه ژمن دي، ډرون بریدونه او بمباري به نه کوي او د ۱۴ میاشتو دننه به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

تر دې وړاندې کابل حکومت، امریکا او متحدینو یې د افغانستان په خاوره زرګونه بمونه غورځولي، چې لوړه شمېره ملکي تلفات یې اړولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x