افغانستانسولې اړوند خبرونه

چین او پاکستان: د سولې تاریخي فرصت  باید ضایع نکړل شي، ټول افغان جهتونه دې ګډ کار وکړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان ولسمشر «ډاکټر عارف علوي» چې دا مهال په یوه رسمي سفر چین ته تللی، هلته یې ددې هیواد له ولسمشر سره ګډه ناسته کړې او د یوې اعلامیې له لارې دواړو هیواونو د طالبانو او امریکا تر منځ له شوې هوکړې هرکلی کړی.

په ګډه اعلامیه کې دواړه هیوادونو د طالبانو او امریکا تر منځ له شوي تړون هرکلی کړی، د بین الافغاني مذاکراتو هیله یې څرګنده کړې او تر څنګ یې په ټولو افغان جهتونو غږ کړی، څو د سولې دا تاریخي فرصت له لاسه ورنکړي او د ګډ کار په پایله کې یوه باثباته او سوله ییز افغانستان ته لاره هواره کړي.

اعلامیه کې وړاندې له افغان سولې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ټینګار شوی او زیاته شوې، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په بیا رغونه او اقتصادي وده کې رغنده رول ولوبوي.

په اعلامیه کې د پاکستان له لوري ویل شوي، چې دا هیواد تیار دی له افغان حکومت سره مرسته وکړي، تر څو په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته د بیرته تګ زمینه برابره شي او په خپله خوښه او بشپړ عزت سره خپل هیواد ته ستانه شي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ تړون د تېرې فبروري میاشتې په ۲۹ مه نېټه د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې لاسلیک شو او پاکستان او چین د هغو هیوادونو له ډلې وو، چې ځانګړي استازي یې د تړون د لاسلیک د مراسمو عیني شاهدان وو.

د شوي تړون سره سم باید د روانې مارچ میاشتې په لسمه نېټه بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای؛ خو  د اشرف غني او عبدالله ټاکنیز جنجالونه او د طالب زندانیانو د خلاصون په لاره کې د اشرف غني له لوري د خنډونو اچول هغه څه وو، چې دا مذاکرات یې یوې نامعلومې مودې ته یووړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x