نړۍ

د کرونا وېره؛ امریکا کې د وسلو پلورنځیو ته اوږده کتارونه ولاړ دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۸ل): په امریکا کې د کرونا ناروغي له پراخېدو سره هم مهاله په دې هیواد کې د وسلو پېرل د تېر کال په پرتله دوه چنده زیات شوي.

د انديپنډينټ فارسي د راپور په حواله، داسې مهال چې په امریکا کې د کرونا ناروغي ورځ تر بلې پراخېږي په دې هیواد  د لاس مینځلو د مایع، ماسکونو او لاس پاکوونکو د پېرونکو تر څنګ د وسلو د پېرونکو شمېر هم په بې سارې ډول زیات شوی او د وسلو پلورنځیو دکانونو ته اوږده کتارونه ولاړ دي.

د راپور په بنسټ، د وسلو د پېرلو د کچې لوړېدل ښایي، د کرونا ناروغي له ویرې سره اړیکه ولري، د  وسلو یو پلورونکی وایي « هر وخت چې په خلګو ناوړه حالت راځي او نا ارامه کېږي، دوی بیا د توپک او مرمۍ اخستلو ته کار وایي.»

یاده دې وي، چې د کرونا ناروغي د نړۍ په ګڼو نورو هیوادونو تر څنګ په امریکا کې هم په پراخ ډول خپره او ددې هیواد ټولو ایالتونو ته رسېدلې.

تر دې دمه په دې هیواد کې د کرونا له امله سلو ته نږدې کسان وژل شوي او زرګونه نور ورباندې ککړ دي.

بل لور ته په امریکا کې د وسلو پلور او پېر لا هم د نړۍ د ګڼو هیوادونو په پرتله په لوړه کچه دی، چې خلګ یې د ځان ساتنې تر څنګ د ځان وژنې لپاره هم کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

فکر کوم دی پاڼی به هم دا معلومات د فارسی انډپندیت له ورځپانی رانقل کړی هلته به پوره معلومات نه وو لیکل شوی مګر معلومات نیمګړی دی یعنی دا یی نه ده ویلی چه امریکا کی د کورنا د ناروغی په زیاتولو خلک وسلی ډیری اخلی ولی ؟ د وسلو کار هم دا دی چه نور وژنه او یا ځانوژنه به پری کوی مګر دی ناروغی د وسلو خرڅلاو ولی زیات کړی، د دی ناروغی سره خو جنګ هم نه کیږی چه خلک ورله وسلی اخلی ، برخلاف خلکو به وسلی خرڅولی په دی نامه چه هسی هم مرګ راروان… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

مجاهده وروره!السلام علیکم و رحمته الله،وسلی به د دی لپاره اخلې، که چیری د خواراک کمی راغله نو د وسلی په زور به ځان ته ډوډی پیدا کوي، چې دا د دی جګړه مارانو اصل او فطرت ده.والله علم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x