لیکنېنظــر

د ډاکټر خلیلزاد د معلوماتو لپاره

زخمي افغان

څو ورځې وړاندې د مارچ په څوارلسمه نیټه د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلې اعلامیه کې وویل چې طالبانو د ننګرهار په شان په کونړ ولایت کې هم د داعش ریښې ایستلي دي او د دې ولایت له ټولو سیمو یې په بشپړ ډول د داعش ټغر ټول کړی دی.

د اعلامیې له مخې په ننګرهار کې د داعش له غوڅ شکست وروسته چې د کونړ په څوکۍ، ماڼوګي ، نورګل او د مرکز اسعداباد په ځینو سیمو کې داعشیان پاته وو، بالاخره له پریکنده عملیاتو وروسته یې یو شمیر مړه او زیات شمیر یې د کابل ادارې ته تسلیم شول او سیمه ترې تصفیه شوه.

د طالبانو له اعلامیې درې ورځ بعد د مارچ په ۱۷ مه نیټه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په ټویټر څو مسلسل ټویټونه خپاره کړل او داسې یې وښوده لکه په کونړ کې د داعش په خلاف عملیات چې د امریکا په دیکته شوي وي چې په دې ډول یې  د داعش په خلاف دطالبانو مبارزې ته یو جلا رنګ او  تعبیر ورکړ.

ښاغلي خلیلزاد داسې وښوده لکه د داعش په خلاف د طالبانو مبارزه چې له امریکا سره د شوي توافق په اساس ترسره کیږي. خو د نوموړي د معلوماتو لپاره باید ووایو چې ښاغلی خلیلزاد!  د داعش پر خلاف د طالبانو مبارزه ستاسو له ځانګړي ماموریت او مذاکراتي پروسې څخه ډیره مشره او پخوانۍ ده.

طالبانو لا هغه مهال د داعش پر خلاف مبارزه کوله، چې امریکایي رسنیو په افغانستان کې د داعش د ودې او احیاء لپاره تبلیغاتي کمپاین چلاوه او په سیمه کې داسې ګنګوسې ګرځیدې چې داعشیان په امریکا څرخکو کې له یو ځای نه بل ځای ته انتقالیږي او اکمالیږي.

اسلامي امارت د افغانستان د معنوي او مادي ګټو ساتونکی ځواک دی او همیشه یې په سخته مرحله کې د افغان ولس دفاع او ساتنه کړې، د دې خبرې یو نغد مثال دا دی کله چې له اوس څخه پنځه کاله مخکې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په لومړي ځل په ننګرهار کې داعشیان پیدا شول، نو ټولو رسنیو او حکومتي دستګاه یې د تشهیر هڅه کوله. امریکایي جنرالانو او ګوډاګیانو یې داعش ته د یوې داسې ډلې په نظر کتل چې باید د طالبانو په مقابل کې تقویه کړای شي. په همدې اساس خو بیا بیا داسې شواهد خپاره شول چې داعش ته د ننګرهار له هوایی ډګر څخه اکمالات کیږي. هغه وخت داعش د یوه خونکار دښمن په حیث زموږ په هیواد او ولس را نازل شوی و، خو په وړاندې یې هیچا د مقابلې جرأت نه درلود.

خو دا یوازې د دې هیواد او ولس واقعي پاسداران (طالبان) ول چې تر هر چا وړاندې په ننګرهار، زابل او جوزجان کې د داعش مقابلې ته وروړاندې شول. د ۲۰۱۵ میلادی کال د جون په میاشت کې طالبانو ننګرهار ته ځانګړي قطعات ولیږل چې د څو ورځینو سختو عملیاتو په لړ کې یې دننګرهار شپږ ولسوالۍ  خوګیاڼي،پچیراګام،غني خیل،بټي کوټ ،مومندره او لعل پوره په بشپړه توګه  له داعشي ټوپکوالو څخه تصفیه کړې. له دې وروسته په زابل او جوزجان کې هم طالبانو داعشیان وټکول. البته دا هغه وخت و چې په امریکا کې د بارک اوباما تر مشرۍ لاندې د دموکراتانو واکمني وه او زلمی خلیلزاد نه یوازې دا چې له طالبانو سره یې کوم توافق نه درلود بلکې هیڅ حکومتي دنده یې هم نه درلوده نو ځکه به شاید د داعش پر خلاف د طالبانو له هغې اوږدې مبارزې نا خبره وي.

دا حقائق ثابتوي چې له کونړ څخه د داعش تصفیه کومه نوې خبره نه ده چې د کوم ځانګړي توافق په اساس شوې وي. بلکې دا د خوارجو پر خلاف د هماغې پخوانۍ مبارزې تسلسل دی. خلیلزاد دې لطفا د طالبانو د تاریخي افتخاراتو دکریډټ خپلولو هڅه نه کوي. طالبان  داسې څوک نه دي چې د بل چا په دیکته او تشویق دې دخپل ولس ساتنه وکړي. بلکې طالبان له خپل دین، ولس او هیواد څخه دفاع خپل ځاني، ایماني او وجداني دنده بولي چې په هر حال، هر وخت او هر وړ شرایطو کې یې ترسره کولو ته آماده دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

افغان صاحب ، ستاسی معقولی لیکنی په تایید او تعقیب یو ځو خبری ورسره زیاتوم : ټولو ته معلومه ده چه د ۹/۱۱ له نړیوالی فتنی وروسته د جهاد، مجاهدینو او الهی نظام د بدنامولو د پاره داعش جوړونه بله لویه فتنه ده چه دجالی یهودی استعمار یی جوړوی او کاروی . په منځنی ختیز کی یی د پام وړ لاسته راوړنه ورته لرله مګر په افغانستان کی هماغسی چه دجالی استعمار د ټول واک او ځواک سره سره مات شو داعشیان یی هم د ملا ماتونکو ماتو سره مخ شول او مخ کیږی. ډ غلامی اداری دیرو لوړپوړو او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x