
هغه درې طبقې چې نړيوال ورته د قدر په نظر ګوري
احمد منصور
په نړۍ کې درې طبقې خلک دي چې که وغواړي اولسونه په ځان را ټولى شي، د خلکو فکرً او نظر خپلولی شي په نړۍ واله کچه په دور او زمان کې د قدر او اهميت په نظر ورته کتلی شي.
١-علماء: دغه طبقه په نړى کې ډير قدر لري او ويناوو ته يې خلک تر ډيره ترجيح ورکوي ولو که هغه د هر امت علماء وي خصوصاً د آسيايې هېوادو وګړي چې ٩٠فيصده يې مسلمانان دي ، ﺯمونږ هېواد وال تر نورو لا ﺯيات د علماوو تابعدار او د خبرو مننونکي دي چې د دوو امپرطوريو د ماتولو وياړ هم د علماوو په برخه ده.
د روسانو خلاف هم چې کله د هېواد علماؤاو په ځانګړې توګه مخورو علماؤؤ او مشائخو د جهاد فتوا صادر کړه سره له دې چې د روسانو د مقابلې تصور پرمخ تلليو هېوادو هم نه شو کولای مګر سرښندونکي مسلمان ملت د خپلو علماؤ په فتوا او قيادت د خپل سر او مال په بيه دې مقابلې عملا برخه واخيسته.
همدا ډول کله چې امريکايانو او متحدينو يې په هېواد يرغل وکړ متدين ولس د علماؤ په فتوا او قيادت کې په عملي ډول د دغو نيواګرو په وړاندې په جهاد کې ونډه واخيسته، علماوو نه يواﺯې نظامي ډګر تود وساته تر څنګ يې تبليغاتي ډګر کې هم د پام وړ لاسته را وړنې ودرلودې همدا ډوال د رښتوني سياسي زعامت داری بنسټ يې کېښود د خلکو اعتبار يې نور هم په علماوو ﺯيات کړ او د نړيوالو پام يې ځان طرف ته را واړه وه.
٢-شاعران: د دغې طبقې له شعرو او څلوريزو خلک ډير متاثره کيږي خصوصاً هغه شعرونه چې حماسي وي، حماسي شعرونه په انسان کې يو ډول بدلون را ولي دوه مثاله به يې د نمونې په ډول درته ﺫکر کړم.
لومړى: تاريخونه ليکي کله چې د ميوند په مقام انګريز ان او افغان مجاهدين سره مخامخ شول تر سختې جګړې روسته افغان مجاهدينو نور د جګړې توان نه درلود په دا مهال د ملالې په نوم يوې افغان پېغلې تورې ته لاس کړپر دښمن د حملې په مهال يې دا لاندې شعر زمزمه کړ:
که په ميوند کې شهيد نه شوې
ګرانه لاليه بې ننګۍ ته دې ساتمه
د دغې پېغلې دغه ټپه د دې لامل شوه چې مجاهدينو روحيات تازه شول خپلې مقابلې ته يې دوام ورکړ او بايللې جګړه بېرته وګټله.
دويم: ډيرلرې به نه ځو دا موضوع به وڅيړو چې د امريکايې اشغال په وړاندې رښتونو او په دين مينو شاعرانو کوم رول ادا کړى د امريکايي يرغل له پيله ډيرو شاعرانو خپل مسير بدل کړ او هغه څه يې وليکل چې د امريکايانو په ګټه تمامېدل خپل قلمونه يې د امريکايانو په خدمت کې استعمال کړل ، خو د شاعرانو يوې وړوکې ټولى د شعر په ژبه هېوادوال د امريکايانو ضد جهاد ته را وبلل، چې اغېز يې څرګند دی، د امريکايې شنونکو په وينا چې افغانانو د امريکايانو په وړاندې د مخالفت سنګر ونيوه لوي لامل يې د طالبانو هغه شعرونه په ګوته کوي کوم چې په ﺯړه را ښکوونکو آواﺯو ﺯم ﺯمه شوي حماسي شعرونه په کفار له غشو او نيزو هم بد لګيږي.
رسول الله صلى عليه وسلم صحابي حسان بن ثابت ( رضې الله عنه) د خپل وخت مشهور شاعر وه چې د شعر په ژبه يې د اسلام لوړوالى نړيوالو ته بيانوه ، د رسول الله صلى عليه وسلم څخه يې پرې دفاع کوله مجاهدو صحابو کې يې جنګي احساس را پاروه.
له پورتنيو امثالو څخه را معلوميږي چې شعر او شاعران په ټولنه کې څومره اهميت او تاثير لري.
٣-ليکوالان: دغې طبقې تر ډير په نړى کې خپل اعتبار ساتلى د ملتو تاريخونه يې په ښه ډول خوندي ساتلي، وخت په وخت يې تر خلکو رسولي ځکه خو د خلکو تر مينځ محبوبيت لري او ليکل شوي آثارو او ليکنو څخه يې نړيوال له پېړيو پېړيو متاثره دي ، ليکوالان په ډيرې آسانۍ کولى شي تر څو د خلکو ﺫهنونه تنوير کړي ، يو ليکوال د باچا تر لکونو فوځونو ﺯيات کار کولى شي آن هېوادونه فکر ً فتحه کولى شي.
مشهور ليکوال تفتازاني صاحب چې د خپل وخت جيد عالم وه ورسره د يو شمېر داسې کتابو ليکوال پاتې شوى چې په اوسني عصر کې د آسيايې هېوادو په اسلامي مدارسو کې يې کتابونه ديني طالبانو ته تدريسيږي د نوموړي کتابونه هر عالم هم نه شي تدريسولى بلکې هغه عالم يې د درسولو مهارت لري چې په مکمل ډول يې مطالعه جاري وي، فصاحت ولري، په اړه يې داسې ويلى کيږي چې د هغه وخت د هرات والي خپل غلام د کوم کار د تر سره کولو لپاره ولېږه او ورته ويې وويل چې څوک هم په آس سپور مخې ته درغى آس ترې واخله خو پلانکى کار ضرور وکړه غلام د آس لټون پسې را ووت په لاره کې هغه ځاى ته ورسېد چېرته چې تفتازاني صاحب استوګن وه غلام غوښتل چې د تفتازاني صاحب آس بوځي خو د نوموړي پرې پام شو غلام يې وواهه کله چې د هېواد والي تيمور لنګ خبر شو د سختې غوصې په حالت کې يې داسې وويل که دا کار ﺯما کوم وﺯير کړى وى سخته سزا به مې ورکړې وه خو افسوس چې يو داسې چا دا کار کړى که ﺯه وغواړم د فوځونو پر مټ کوم ښار ونيسم د هغه ښار په فتحه کولو کې به تفتازاني يواﺯې د خپل قلم د لږ رنګ په مصرفولو به وتوانيږي چې ښار ونيسي.
که څه هم د دغه فن مينه وال ﺯمونږ په هېواد کې کم دي زياترو ته د ليکلو اسباب مهيا نه دي او يا يې ﺯياترو خپل مسير بدل کړى د دې پر ځاى چې د افغانانو مظلوميت نړيوالو ته ورسوي برعکس په افغانانو د يرغل کوونکو کفارو او د تالي څټو يې د قلمو په ﺫريعې ستاينې کوي حق ته باطل او باطل ته حق وايې خو الحمدالله د ليکوالانو يوې وړوکې ټولۍ چې د ليکوالۍ د ﺯده کړې وخت او اسباب ورته مهيا نه و به اخلاص او صداقت دا میدان ګرم وساته، دغو حقپالو ليکوالانو خپله حوصله له لاسه ورنکړه، د پر لپسې زيار او هڅو په برکت يې وکولای شول چې خپلو قلمونو پر مټ د يرغلګرو ظلمونه ، د هيواد والو مظلوميت نړيوالو ته ورسوي د حق موقف او صادقانه کردار له امله يې د هېواد والو ښه اعتماد ترلاسه کړ، چې زياتره يې مدارسو طالبان، د مکاتبو او پوهنتونونو محصلين دي چې ليکوالی ښه زمينه هم ورته برابره نه ده، درسي مصروفيتونه، اقتصادي مشکلات د يرغلګرو او د هغوی د جاسوسی شبکې له مظالمو اغېزمتيا دا هغه څه دي چې د انسان په همت ژور اثر لري، خو له دې سره سره چې يې په دې باب کې کوم له تصوره لوړ پرمختګ په برخه شوی شايد تر ډېره حده د برحق موقف او جهادی کرامتونو دخل وي، چې د الله تعالی د نصرت او تائيد له امله يې هلو ځلو په دا پيمانه رنګ راوړی.
د ليک او ليکوالی په توسط د دين او اسلامي ټولنې خدمت کولو ته نني عصر کې تر بل هر وخت زياته اړتيا ده، دا چې مبلغین د ظلم او وحشت هېڅ پرواه نه کوي په ډاګيزه توګه ظلم او باطل غندي د منبر له لارې خلکو ته د قرباني او آزادی درس ورکوي، دا چې بااحساسه شاعرانو د شعر په ژبه د حق تائيد او نصرت ته ملا تړلې، دا چې مجاهدين له حق دين او سپېڅلې عقيدې په حمايت کې له خپل سر او مال څخه تېر دی او د الله په لار کې نذرانه کوي، نو هغه مسلمان ورونه چې له ليکوالی سره يې څه نا څه آشنايي شته د هغوی فرض مسئوليت دی چې د جهاد په پراخ ډګر کې د حق په ملاتړ او د مظلوم په حمايت کې خپله دغه خدا داد صلاحيت څخه کار واخلي.
ټول ورونه باید دا مسئله په دقيقه توګه درک کړي چې د ليکوالی په برخه کې د زيار او هڅو په اثر، ويده ملت بيدارېدی شي، غوليدلی او منحرف ورونه بېرته سمې لارې ته بلل کېدای شي، د عقيدې او اعمالو د ضعف او کمزورتيا تشه ورباندې ډکېدای شي، د دين، هېواد، مذهبی تقدساتو او ملي افتخاراتو حمايت او ساتنه ورباندې کېدای شي او په مجموعه کې د يرغلګرو د ټولو منحرفو زهرجنو پروګرامونو له اغېز څخه نوی نسل ته حفاظت حاصلېدای شي.