نړۍ

امریکه: پاکستان باید ددي جواب ورکړي چي اسامه په ایبټ اباد کي څه کوله

cameron_munter_us_ambassadorنن ټکی اسیا: په پاکستان کي امریکايي سفیر کیمرون منټر ویلي چي پاکستان باید دا واضحه کړي چي اسامه په ایبټ اباد کي څه کوله، اسامه په پاکستان کي ووژل شو، نو باید پاکستان ددې خبري جواب ورکړي چي اسامه دلته څه کوله.

نومړي زیاته کړه چي په پاکستان کي ډرون بریدونه او نور عملیات د دواړو اړخونو په خوښه ترسره کیږي.

کیمرون چي د سیند جامشورو پوهنتون زده کوونکو ته يي وینا کوله، وویل چي د پاکستان سره مونږ د فوځي، صحت او تعلیم په څانګو کي ډیره مرسته کوو، مونږ یو طاقت ور پاکستان غواړو.

د ډرون بریدونه په اړه نومړي وویل چي په پاکستان کي به دغه بریدونه دوام مومي، او د پاکستان څخه يې غوښتنه وکړه چي په اصطلاح د ترورزم ضد جګړه کي ورسره نوره همکاري وکړی، او دا چي امریکا د پاکستان ټوله قربانیو ته د قدر په نظر ګوري.

د زده کوونکو د سوالونو په جواب کي نومړي وویل چي په افغانستان کي د روسیي د ماتي وروسته امریکي غلطي وکړه چي سیمه يي تنها پريښوده، او دا غلطي به بیا تکراره نه کړي.

دیوه سوال په جواب کي کیمرون وویل چي امریکه د پاکستان د ټولو صوبو زده کوونکو ته د زده کړي برابره موقع ورکوي، او د ټولو صوبو څخه زده کوونکو ته سکالرشپ ورکوي، تر څو دغه زده کوونکي په بهرني هیوادونو کي خپل د هیواد نوم روښانه کړي..

یوه زده کوونکي پوښتنه وکړه چي ولي هغه زده کوونکو ته سکالر شپ نه ورکول کیږي چي په نوم کي محمد راغلی وي، نومړي په جواب کي وویل چي د ۱۱ سپتمبر د پيښي وروسته ددوی کمپیوټرونه د محمد نوم نه قبلوي، او ددې لپاره دوی ته څه وخت په کار دی چي دا ستونزه حل کړي.

سرچینه: رسنۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x