ادبي لیکني

کرونا«لنډه کيسه»

امرالله عمران
مخ ته یې وکتل تندی یې کونځي شؤ، له ډیري غوسي تکسور شؤ، زمرک حیران شؤ چې کوم جرم یې کړي، پام یې نه وو، خپل مالک ته د ستړې مشي په پار غزیدلی لارس یې بیرته راټول کړ، خجالته شؤ!

زر یې کړه وبښښه پپپام….. په دې وخت کې یې ستونې کې لاړې ونختې.

مالک چې خپل مبایل کې مصروفه ؤ خبره یې ورپري کړه، د تمسخر او د غوسي په انداز یې ورته کړه: کرونا نیولی یې درته مې تیره ورځ خلاصه کړه نور رانشي!

زمرک چې پوزه یې په ماکس کې پټه کړي وه، په قسمونو سر شوو چې کرونا نه یم نیولی، هسي تیره ورځ مې له ګودامه مال راښکته کوو، ګردونو وهلی یم، یواځې تش زوکام یم!

خو مالک یې نه منله او په سپکو الفاظو یې له دوکانه وشاړه …

زمرک د خوراکې توکو په دوکان کې شاګرد او جوالي وو، او اته سره کور ټول مصارف یې له همدې لارې پوره کول، اوس یې هغه کار هم د لاسه وتلی وه ، له یوې خوانه ګران بیه خوراکې توکې چې ددې مرض په وجه یو په دوه شوي وه او له بلې خوانه د کرونا تشویش ناکراره کړی ؤ، دا څو ورځي په مارکیټ کې په کرونا مشهور شوی وو، ټولو به تري کرکه کوله، چابه ورته ویل چې روغتون ته لاړشه ځان بستر کړه، نور مخلوق ولی غرک کوي!

دوکاندارانو نږدي نه پریښوده، ستړي مشي خو لا لرې خبره وه!

اوس نو دې هم ښه پوره په دې باوري شوی وو چې کرونا نیولی دی.

دا نو داسې وخت دې چې د نړۍ په زیاتره هیوادو کې د دې ناروغۍ دخوریدو له امله د مړینې شمیر ورځ تربلې مخ به زیاتیدو دی، او افغانستان ته د ګاونډ ایران له لارې د دې ویرس د انتقال له امله د ځینو مشهورو ښارونو په روغتونو کې د کرونا ځیني مثبتي پیښي ثبت شوي، چې هم مهاله ورسره په ټول هیواد کې ددې ویرس د خوریدو له ویري ټولې تعلیمي اداري رخصت شوي.

او هر چیرته د کرونا د مخنیوي توصیې کیدلې، زیاتره خلک د ماکس او دستانو سره لیدل کیدل.

د هیواد د سرحدونه تړل کیدو اوازه ګرمه وه، خلکو د خواراکې توکو د نشتون او ګرانیدو له امله په ویره کې، په خریدارۍ بخت وو او تجارانو د موقیع نه په استفادې نرخونه یو په دوه لوړ کړي وو.

زمرک د ژوند په سخت ازمیښت کې ګیر وو، له یواخوانه د کورنۍ نفقي ته او له بلې خوانه د مرګ راتګ ته انتظار وو، چې له همدې ویري یې کور کې ال هم نشو کولی!
څو ورځې لا نه وي تیري چې زمرک د مالک په شمول د ځینو دوکاندارانو د دې ویرس د ککړیدو خبر شؤ، چې د ښار په مشهور روغتون کې بستر شوي وو.

خو زمرک د عادي زوکامه اوس ښه شوی ؤ او په روغتون کې د شیشي هاخوا د خپل مالک مخي ته ولاړ وو او هغه چې د مرګ د انتظار برسیره د خپل ضمیر سره په جنګ ؤ…

پای
۱۳۹۸/۱۲/۲۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x