شعـــــرونه

غزل؛ شرافت وياړ

شرافت ویاړ

چا د غرونو څوکې چا دفتر درته نیولی دی!
دا ځل مو دښمنه سم اشر درته نیولی دی!

دا مظلوم ولس به درنه خپله انتقام أخلي!
ما دې لاس تړلي دوئ خنجر درته نیولی دی!

دلته مو اوس زور او دبدبه ضرب ده له نشت سره!
چا د کلي لار او چا ګودر درته نیولی دی!

دې د اندلس فاتح ته زور د نړۍ هیڅ نه دی!
چا د شمشاد غېږه چا سورغر درته نیولی دی!

زما د کلي لوی کوچنی اوس ستا مقابله کوي!
زما د کلي هر زلمي ټټر درته نیولی دی!

تا دی مجاهده څملولی نړۍ خور ښامار!
لاس ځکه په ټنډه اوس (ویاړ) بر درته نیولی دی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x