نظــر

د خبريال ورځ

سردار محمد همدرد

دا ورځ چې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي ، یوه مهمه د مبارزې او افتخاره ډکه ورځ ده .

خبریالي د هر چا کار نه دی ، پاک وجدان ، زړورتیا ، بې پریتوب ، د بېلا بېلې مطالعې څخه مالامال حافظه ، رښتینولي او پاک نفس غواړي.

په افغانستان غوندې هېواد کې خبریالي ډېره سخته ده ، زمونږ زړورو خبریالانو د ډېرو قرباینو په ورکولو سره دا سنګر تود ساتلی دی .

زه په دې لنډه مقاله کې غواړم چې د دې مسلک د لاروي په حیث لنډې خبرې وکړم.

اول : د نورو بوختیاوو ترڅنګ ما پخپله په دې مسلک کې کار کړی دی چې زما د ژوند له ویاړه ډکه برخه همدا ده .

د شملې مجلې مسؤل مدیر په حیث ، هلمند ملي تلویزیون کې د ادبي خپرونې پر مخ وړل ، په هلمند ولایت کې د یوه خصوصي رادیو تلویزیون ( هلمند ژوندون رادیو – تلویزیون ) مؤسس په صفت په دې برخه کې دنده اجرأ کړېده.

ما سره له دې ډګره ترخې او خوږې تجربې شته ، که با مسؤلیته او په کار پوه ژورنالستان په کومه اداره کې کار وکړي د یوې ادارې منفي پالیسي مثبتې پالیسۍ ته اړولی شي .

یعنې یو ښه خبریال کولی شي ، چې په ټولنه او اداره کې مثبت تغیر رامنځته کړي .

زه په دې ډګر کې له راډیوګانو نیولې تر تلویزیونو ، وېبسایټونو ، ورځپاڼو او سوشیل مېډیا پورې په ټولو برخو کې مې قلمي همکاري کړې او یا مې د دوی برنامې او اهداف تعقیب کړې دي.

ډېرې لویې ستونزې لرو ، واقعي ژورنالستان اوس هم ډېر کم دي . د تحقیقي ژورنالیزم ډګر مو اوس هم ډېر لوی کار ته ضرورت لري .

دغه دوې کلمې اوس هم په دې ډګر کې ښکته او پورته کېږي ، چې دومره مړي شوي او دا غونډه وشوه.

ملګري د خوا نه بد وي دا ډګر ډېر مسلکیتوب او تعهد ته اړتیا لري .

ما نه غوښتل چې دلته د دې ورځې په راتګ سره یواځې مبارکي ووایم . زه به ان شاالله هر کال پر فرصتونو او ننګونو دواړو باندې خپل نظر د دې ډګر د رښتینو لارویانو سره شریکوم.

په پای کې پرودګار جل جلا له له دربار څخه د دې مسلک ځلانده ستوری او زما خوږ ملګری  شهید عبدالصمد روحاني او د نورو قرباني شویو شهیدانو روح ته دعا او ژوندیو ته بریالیتوبونه او د عزت څخه ډک ژوند غواړم .

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x